اسلام آباد ۔ 24 ستمبر(اے پی پی) د تحریک انصاف مشر عمران خان په ضد د عدالت سپكاوي كېس اورېدنه نن د ګل په ورځ كیږي۔ د چيف الېكشن كمشنر جسټس (ر) سردار محمد رضا په مشرۍ كښې 5
كسيزه بنچ به د تحريك انصاف لارښودو اكبر اېس بابر د خواست لا اورېدنه كوي۔ الېکشن کمېشن د تېرې پېشۍ په مهال د عمران خان د ضمانت وړ ګرفتارۍ وارنټ جاري كولو سره دده د نيولو او پېش كولو حكم وركړے وو۔ بياهم ددې په ضد تحريك انصاف اسلام آباد هائي كورټ كښې خواست جمع كړې۔ په دې اسلام آباد هائی کورټ دا حكم معطل كړے وو او عمران خان ته ئې هدايت كړے وو چې د الېكشن كمېشن لخوا جاري شوكاز نوټس ځواب وركړي۔