اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد ??اقان عباسي وئيلي دي حکومت د کاروبار ودې له ښه چاپيريال پېدا كولو او نړيوالې منډۍ كښې د مسابقت جوګه د هېواد دننه مصنوعات جوړولو لپ??ره د ټولو ممكنه ګامونه پورته كولو عزم لري۔ وزيراعظم دا خبرې د آل پاكستان ټېكسټائل ملز اېسوسي اېشن (آپټما) پلاوي سره په خبرو كښې كړې چا چې د جمعې په و??ځ په و??يراعظم دفتر كښې ملاقات كړې۔ د خزانې وزیر اسحاق ډار، د تجارت وزیر پروېز ملك، د وزیرعظم مرستيالان هارون اختر او مفتاح اسماعیل او او د اړوند وزارتونو سينئر چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔پلاوي د وزیراعظم په برآمدي پېک?? د ??ظر ثانۍ او په اضافې د دوي مننه وكړه چې مقصد ېې ټوله نړۍ كښې د روايتي او غېر روايتي ماركيټونو لټون لپ??ره برآمد كوٶنكو ته آسانۍ وركول دي۔ پلاوي هېواد كښې په خاص توګه صنعتي مصرف كوٶنكو لپ??ره د توان تحفظ باوري كولو لپ??ره د حكومتي هڅو ستائنه وكړه۔ وزیراعظم د حکومت د دې عزم پخلې وكړو چې حکومت د کاروبار ودې له ښه چاپيريال پېدا كولو او نړيوالې منډۍ كښې د زيات مسابقت جوړولو لپ??ره د پاليسي اقدامات پشمول ټول ممكنه ګامونو به روان ساتلې شي۔ پلاوي په برآمدات كښې اضافې او د دغې په نتيجه كښې په هېواد كښې په تجارتي زيان كښې كمې راوستو لپ??ره بېلا بېل تجويزونه وړاندې كړه۔ د وړاندېزونو په ځواب وزیراعظم ووئيل حكومت په هر ھغه تجويز كار كولو له چمتو دے چې ورسره برآمداتو كښې واضح اضافه باوري كېدې شي او د كومې په نتيجه كښې چې تجارتي زيان كښې كمې او روزګار كښې د زياتوالي ګټه ترلاسه كېږي۔ وزیراعظم د تجارت وزير ته امر وكړو چې ھغه د برآمد كوٶنكو سره كېښني او ھغوي ته د عمل جوګه كوټلي سفارشات وړاندي كړي