پېښور 18 ??کت??بر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د شورو په ورځ د بنو د سائنس او ټېكنالوجې پوهنتون دويم كانووكېشن ته وېنا او ?? خېبر پښتونخوا په سوئيلي ضلعو كښې د تعليم او ??حقيق ودې لپاره د دريو لويو پروژو پرانستې لپاره بنو ته رسېدلې دے ۔ بنو ته په رسېدو د كورونو او ودانيو وفاقي وزير اكرم خان دراني ٬ د پوهنتون وائس چانسلر٬ د بنو كمشنر او ډي آئي جي پشمول سينئر چارواكو په هېلي پېډ د اولس مشر هركلے وكړو۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا هم اولس مشر سره و۔ اولس مشر به په كانووكېشن كښې پوزيشن ترلاسه كوونكو زده كوونكو له سندونه او مېډالونه وركوي۔ اولس مشر به د دريو لويو پروژو وومن يونيور??ټي آف سائنس ټېكنالوجي٬ سټوډنټس سټار اپ بزنس سنټر او يونيور??ټي اف سائنس اېنډ ټېكنالوجي او ?? هيومن ريسورس ډويلپمنټ سنټر پرانسته كوي۔ د بنو د سائنس او ټېكنالوجې پوهنتون د سركاري څانګې تر انتظام لاندې په كال 2005م كښې جوړ شوے و كوم چې د خېبر پښتونخوا په جنوبي سيمو كښې د معياري تعليم او ??حقيق په وده كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د اولس مشر د راتللو په مهال پوهنتون سېنګار كړے شوے۔