اسلام آباد ۔ 4 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي يو خو?? د مسلم ليګ (ن) او محمد نواز شریف هېواد څخه د تيارو لرې كولو لوظ تر سره كولې شي او بلخوا پارلمان او ادارو ته سپك ويوونكې نن هم په كنټېنر ولاړ هغه زړه ژبه خو??وي۔ د پخ??اني وزيراعظم د لور او زوم سره احتساب عدالت ته د تللو مقصد د آئين او قانون سرلوړي باوري كول دي۔ اولس به ووټ هغه ګوند له وركوي كوم چې پاكستان او اولس له كار كوي۔ د ګل په ورځ ا حتساب عدالت څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې دې ووئيل پخ??اني وزيراعظم او مسلم ليګ (ن) هېواد څخه د تيارو ختمولو لوظ كړې او تاسو واورېدل چې پرون د لوډشېډنګ ختمولو اعلان شوې ۔ دې ووئيل څومره پاور جنرېشن چې د مسلم ليګ (ن) په دور كښې رامخې ته شوي هغه مثال نه لري۔ مريم اورنګزېب ووئيل په دسمبر 2013ء كښې د برېښنا پېداوار 9279 مېګاواټ وو او طلب ئې 11 زره 799 مېګاواټ وو۔ دسمبر 2017ء كښې د برېښنا پېداوار 16 زره 477 مېګاوات او مجموعي طلب 14 زره 17 مېګاواټ ??ے۔ دې ووئيل د څلورو كلونو په مهال هېواد كښې د برېښنا پېداوار 7465 مېګاواټ ??يات شوې۔ دې ووئيل كله چې مونږ پاور پراجېكټس لګول نو يو كس احتجاجې ناسته كوله ۔ هغه په كنټېنز ولاړ ؤ او په پارلېمنېټ ئې بريد كولو۔ هغه د اسلام آباد بندولو خبره كوله او آئين او ادارو ته ئې بد رد وئيل۔ دې ووئېل نن هغه كس بيا كنټېنر ته ختلې او هم هغه ژبه خو??وي۔ بلخوا د مسلم ليګ (ن) او محمد نواز شریف هېواد څخه د تيارو لرې كولو لوظ تر سره كولې شي ٬ دوهمې وزيرې ووئيل هېواد څخه تيارې لرې كوؤنكې او ترهګري ختموونكې نن نااهل شوي او احتساب عدالت ته وړاندې كېږي۔ دوهمې وزيرې ووئيل د پخ??اني وزيراعظم د لور او زوم سره احتساب عدالت ته د تللو مقصد د آئين او قانون سرلوړي باوري كول دي۔ دوهم وزيرې ووئيل راتلونكي وخت به دا وښائي چې اولس به ووټ هغه چاته له وركوي څوك چې پاكستان او پاكستاني اولس له كار كوي۔