اسلام آباد 02 جنوری (اے پی پی) د قامي روغتيا ??فاقي وزيرې سائره افضل تارړ وئېلي دي چې اولس ته د روغتيا ښه آسانۍ وركولو له نورې 15 ضلعې د وزيراعظم قامي روغتيا پ??وګرام برخه جوړولې شي۔ دې د نهې په ورځ د وزيراعظم د قامي روغتيا پ??وګرام جاج اخستو غونډې مشري كوله۔غونډه ك??ې د هېلت وفاقي سېكتر نوید کامران بلوچ، د هېلت ډي جي ډاکټر اسد حفیظ، د پروګرام ډائرېكټر ډاکټر فیصل ارفاق او د سټیټ لائف افسرانو ګډون وكړو۔په دې موقع دې ووئيل چې د وزيراعظم د قامي روغتيا پ??وګرام د پاكستان د تاريخ تر ټولو لويې پروګرام دې٬ د دې دائره تر ګرد هېواد خپرولې شي او د دې پروګرا?? تر سيوري لاندې به د بې وسه رنځورانو په درملنو كښې هېڅ كولې نه شي۔ وفاقي وزيرې هدايت وكړو چې په ټول پاكستان كښې دې نورو 15 ضلعو كښې په كومو كښې چې مظفر ګړھ، لیه، لودھراں، ملتان، راجن پور، ډی جی خان، میانوالي، بھکر، خوشاب، بهاولنګر، بهاولپور او حافظ آباد ، د سندھ نوشھرو فیروز او د بلوچستان قلعه عبداللہ او خضدار شامل دي كښې د روغتيا پ??وګرام دې په سمدستي توګه پیل كړې شي۔ دې ووئيل د دې پروګرا?? تر سيوري لاندې به په 15 ضلعو كښې نزدې 15 لكه كورنۍ د درملنو وړيا آسانيو څخه استفاده كوي