كوئټې 20 جنوري (اے پي پي)د بلوچستان د روغ??يا سېكتر جاوېد انور شاهواني د خالي په ورځ د كوئټې په شالكوټ سيمه كښې د پوليو په كارمندانو د بريد په نتيجه كښې د شهيدو شوو مور او لور خپلوانو سره د هغوي په كور غمرازي ښكاره كړه۔ده ووئيل د صحت وزارت ??ه دې غم كښې د غم جنې كورنۍ سره ب??اب?? شريك دې۔ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې د هغوي درجات بلند كړي او غم جنې كورنۍ له دې صبر وركړي۔په دې مهال د كورنۍ خلقو ته وئيلې شوو د بلوچستان اعلٰی وزير مير قدوس بزنجو د شهيدانو لپاره لس لس لكه روپۍ اعلان كړې او د روغ??يا محكمې او نړيوالې صحت ادارې پوليو ايمرجنسي آپرېشنل سنټر د اړخه هم د 14 لكه روپو اعلان شوې۔دغسې صوبائي د روغ??يا وزير مير عبدالماجد ابړو په روغ??يا محكمه كښې د ځپلې كورنۍ لپاره د دوو نوكرو اعلان هم كړی دې