اسلام آباد 15 فروري(اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان د سرمايه كارۍ موقعې لري٬ د حكومت د غوره قانون سازۍ د لارې دا موقعې لا بهترې كړې شوي٬ مونږ به خو??حا??ه شو كه زمونږ ورور هېواد تركيې څخه سوداګر او ??نعتكار دې موقعو څخه ګټه پو??ته كړي۔ اولس مشر دا خبرې د زيارت په ورځ د تركيې سفير احسان مصطفٰې يوراداقل په مشرۍ كښې د پاك ترك بزنس فورم پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د پاكستان او ??ركيې سرمايه كارو سره لوړ پو??ي چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې د غېر معمولي نوعيت دي چې مثال ئې د خارجه اړيكو په نړۍ كښې ګران دے۔ ده ووئيل د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې تجارت او ??رمايه كارۍ كښې زياتوالي ته اړتيا ده ٬ په دې لړ كښې د سوداګرو٬ صنعتكارو او ??رمايه كارو د پلاويو تګ راتګ ضروري دے۔ اولس مشر ووئيل پاکستان او ??رکیه د تاریخ ، كلتور او ?? عقيدې په مضبوطو خپلوليو تړلې دي او ?? دواړو هېوادونو ترمېنځه د صنعت او ??جارت پشمول په نورو څانګو كښې مرسته خوشبينه ده٬ ده ووئېل پاکستان به په دې لړ كښې د هر اقدام په زړه پو??ې هركلې كوي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان كښې د ډېرو موجودو موقعو څخه تر اوسه ا??تف??ده نه ده كړې شوې٬ دې لپاره ضروري ده چې د تركيې سرمايه كار د توان او فوډ پروسېسنګ پشمول نورو څانګو كښې سرمايه كارۍ ته پام لرنه وكړي۔ اولس مشر ممنون حسېن په دې خبره د خو??حا??ۍ څرګندونه وكړه چې په پاكستان كښې سرمايه كاري كوٶنكې د تركيې ادارې د پاكستان د انجينئرانو او كارمندانو د تربيې خاص اهتمام كوي او نورې تربيې له ئې تركيې ته لېږي د كومې چې به ډېرې ښې نتيجې رامخې ته شي۔ اولس مشر ممنون حېسن ووئيل د صحت او ?? داروګانو جوړولو په لړ كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې پراخه امكانات شته كومو څخه چې دواړه هېوادونه ګټه پو??ته كولې شي