اسلام آباد 03 اپرېل (اے پي پي) د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډه په وزيراعظم آفس كښې وشوه۔ غونډه كښې د آډټ او سائټ بورډ 2017 آډټ شوي مالي سټېټمنټ او كلن راپور وړاندې كړې شوې۔ كابينې بېلا بېلو هېوادونو سره د تف??هم په 7 يادښتونو د لاسليك منظوري وركړه چې مقصد ئې اقتصادي او ??تر??تېژك مرستې ته وده او د يوې منصوبې فزېبلټي سټډي تيارول دي۔ كابيني د پریوېنش آف سمګلنګ آف مائیګرنټ آرډيننس 2018، د بار کونسلو او د بار اېسوسي ایشنونو لپاره د مرستي تخصيص له د سېلنګ او يوټېلټي سټورز كارپورېشن مېنجنګ ډائكټر د ټاكنې هم منظوري وركړه۔ كابنيې د پورټس اېنډ شپنګ ډائرېكټر جنرل ته د پورټ قاسم اتهارټۍ كراچۍ د چيئرمېن د چوكۍ اضافي چارج وركولو د تجويز هم منظوري وركړه۔ کابینې ته توان په څانګه٬ بنيادي انفراسټركچر ٬ صنعتي زون او د ګوادر پشمول ٬ د سي پېك په اړه تف??يلي بريفنګ وركړې شو۔ سي پېك له مخې د بېلا بېلو منصوبو تف??يلات بيانولو سره كابينې ته ووئيل شول چې د توان او انفراسټركچر پرمختګ د اقتصادي لارې د وړومبي پړاٶ لوے څانګې دي٬ د سي پېك له مخې د توان بېلا بېلو منصوبو بشپړېدو څخه به 17 زره مېګاٶاټ نه زياته برېښنا په قامي ګرد كښې شامل شي۔ غونډې ته ووئيل شول چې سي پېك به هېواد او په خاص توګه لرې پرتو او كم پرمختللې سيمو كښې سماجي او اقتصادي پرمختګ باوري كولو كښې ځانګړې مرسته وكړي۔كابينې ته ووئيل شول چې سي پېك به په مجموعي توګه د هېواد په پېداوار كښې اضافه او د معيشت بېلا بېلو څانګې كوټلې جوړولو كښې مرسته وكړي۔ كابينې د قامي شناختي كارډ او د سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د قامي شناختي كارډ بيعې پحقله هم د سمرۍ منظوري وركړه۔