اسلام آباد ۔ 7 جون (اے پی پی) اولسمشر ممنون حسېن وئيلي دي د تعليم سره سره د ل??بو وده صحتمند ټولنه جوړولو له زياته ضروري ده۔ ده دا خبره سټریټ چائلډ فټ بال ورلډ کپ كښې دوهم پوزيشن ترلاسه كوؤنكې پاكستانۍ لوبډلې او د مسلم هېنډز چارواكو سره ايوان صد?? كښې د زيارت په ورځ ملاقات كښې وكړه۔ اولسمشر ووئيل په سټریټ چائلډ فټ بال ورلډ کپ كښې د غوره کارکردګۍ څرګندونه كولو سره دې كوچن??ان?? په ټوله نړۍ كښې د پاكستان نامه روښانه كړې۔ ده هيله ولرله ??ې د كاميابۍ دا لړۍ به سباؤن كښې هم روانه وي۔ اولسمشر لوبغاړو ته نصيحت كولو سره ووئيل دوئي چې كله هم مېدان ته كوزيږي بايد د ګټې او د هېواد نامه پورته كولو جذبه ددوئي په زړه كښې وي۔ اولسمشر ووئيل د تعليم او روغتيا په موقعو د ټولو كوچن??ان?? حق دے۔ كوم كسان او ادارې ??ې ددې مقصد لپاره كار كوي هغوي د مبارك بادۍ مستحق دي۔ په دې مهال اولس مشر د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو لوبغاړو ته نقد انعام هم وركړو