اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) سېنېټ ٬ قومي اسمبلي او څلور واړه صوبائي اسمبلې به ﴿نن﴾ د نوي اولس مشر ټاكنه كوي٬ د پارلمان او د څلورو واړو صوبائي اسمبلو غونډې رابلل شوې دي٬ ټاكنه به د خفيه رائې شمېرنې د لارې كېږي٬ د اولس مشرې په كانديدانو كښې د پاكستان تحريك انصاف ډاكټر عارف علوي٬ د پيپلز ??وند اعتراز احسن او د نورو ګوندونو كانديد مولانا فضل الرحمان دے٬ د حكومتي اتحاد كانديد ډاكټر عارف علوي عددي برتري لري۔ د مخالفې ډلې په اتحاد كښې د پيپلز ??وند د ګډون نه كولو له ام??ه د اعتراز احسن او د مولانا فضل الرحمان د كاميابې ام??انات كم شوي دي۔ په پارلمان كښې د اولس مشرې د ټاكنو په مهال خاص انتظامات شوي دي۔ د ام??يت هم ټينګ انتظامات شوي دي۔ د پارلمان حدودو ته به د خاص ام??يتي پاس لرونكو نه علاوه چا ته هم د داخلې اجازه نه وي۔