اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پی پی) د سېنېټ دوهم چیئرمېن سلیم مانډوی والا وئيلي دي پائېداره پرمختګ يواځې د امن د لارې ممکن دے، كوټلې امن له د كشمير مسئلې حل ته اړتيا ده، کشمیر او فلسطین د ملګرو ملتونو لپاره د حل كولو مسئلې دي، کشمیر نړيوال امن له فلېش پوائنټ دے، د كشمير اولس د ریاستی تشدد ښکار دے، نړيواله ورورولي دې مقبوضه کشمیر كښې د بشرې حقونو خلاف ورزیو نوټس واخلي، نړيواله ورورولي دې د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې حل كولو له خپل کردار ترسره كړي۔۔ د تركيې اناطولیه ښار كښې دريم یورو اس??ائي پارلمان غونډې ته خپل خطاب کښې ده ووئيل سيمه ايزې رابطو او د آزاد تجارت د لارې شريك اهداف ترلاسه كيدې شي ۔ ده ووئيل د پاکستانی معیشت د چیلنجونو سره مخ دے ٬ پاکستان د كوټلې پرمختګ اهدافو ته پام لرنه كوي۔ ده ووئيل یورو اس??ائي هېوادونو كښې شريكو رابطو له دې مستقل سیکټريټ جوړ كړې شي۔ پاکستان د یورو اس??ائي هېوادونو راروان کنفرنس كوربتوب كول غواړي۔ دوهم چيرمين ووئيل د اس??ائي پارلمانی اس??بلۍ سیاسی چارو کمېټۍ غونډه پاکستان كښې كېږي۔ دغه غونډه به د 29 نه تر 31 اکتوبر ګوادر كښې كېږي۔ اس??ائي پارلمانی اس??بلۍ غړو له پھ غونډه كښې بلنه وركوم۔ ده ووئيل کنفرنس كښې شريك هېوادونه نړيوال سیاست كښې د امن او سوكالۍ لپاره خپل كردار ترسره كولې شي۔ سلیم مانډوی والا ووئيل پرمخ??لل??و هېوادونو كښې د غريبۍ ختمولو له دې شريكه مرسته زياته كړې شي۔یورواسيائي کنفرنس كښې د 40 هېوادونو استازې ګډون كوي۔ د سېنېټ دوهم چيئرمېن سره پلاوي كښې سناتور محسن عزیز، نصیب اللہ بازئی، خوش بخت شجاعت، جنید ا??بر او عامر ارباب مشتمل دي