اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر سره د نهې په ورځ د نريوالي مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) پلاوي د هيرالډ فنګر په مشرۍ كښې ليدلې دي ۔ د پلاوي مشر د معيشت په بېلا بېلو څانګو ك??ې په كاركردګۍ خپلې ابتدائي تجزيې او د اړوندو وزارتونو او څانګو چارواكو سره د خبرو اترو نه وفاقي وزير خبر كړو۔ د خزانې وزارت وياند له مخې د آئي اېم اېف پلاوي سره د ملاقات په مهال اسد عمر پلاوې د پاکستان تحریك انصاف د حكومت د معاشي وژن نه خبرولو سره ووئيل حكومت د اص??احاتو پراخه اېجنډې سره ??ه اقتدار كښې راغل?? ٬ ??كومت د اډاڼې او د اداره جاتي اص??احاتو نفاذ لپاره عزم لري٬ ده ووئېل اوسني حكومت د ټولنې د بې وزله او مستحقې طبقې د تحفظ عزم لري۔ د خزانې وزير اسد عمر ووئيل سماجي تحفظ٬ د بشري وسائلو پرمختګ ٬ د روزګار نوو موقعو لپاره هلې ځل?? ٬ ?? ځائي صنعت او د برآمداتو څانګي بحالۍ ته حكومت پام لرنه كوي۔ د آئي اېم اېف پلاوي به اړوندو چارواكو سره په راتلوونكو څو ورځو ك??ې خبرې اترې روانې ساتي