اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) د تعليم وفا??ي وزير شفقت محمود وئيلي دي پاكستان د تعليم په اړه بېلا بېلو چېلنجونو سره مخ دے٬ اوسنې حكومت نوې تعليمي پاليسي وړاندې كوي ٬ د سكولونو نه بهر ماشومان سكول ته راوستل٬ يو ډول د تعليم نظام او يو ډول د تعليم نصاب رائج كول د حكومت ترجيحات دي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د ??وم??نيه سفير نېكو لائي ګولا سره د خبرو په مهال وكړې۔ د تعليم وفا??ي وزير ووئيل پاكستان د تعليم په اړه بېلا بېلو چېلنجونو سره مخ دے او اوسنې حكومت د دې چېلنجونو حل لپاره اقدامات كوي۔ ده ووئيل د سكولونو نه بهر ماشومان سكول ته راوستل٬ يو ډول د تعليم نظام او يو ډول د تعليم نصاب رائج كول د حكومت ترجيحات دي۔ په دې موقع د ??وم??نيه سفير ووئيل پاكستان او ??وم??نيه ښې اړيكې لري۔ دوي د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تعليم په څانګه كښې د مرستې په لا زياتولو اتفاق وكړو