اسلام آباد ۔ 2 جنوری (اے پی پی) د پاكستان پارلمان ??ېر كال د فاټا خېبر پختونخوا كښې د ضم كولو د 25 آئيني بدلون بل په شمول د كارپورېټ سېكټر بحالۍ ٬ د لږ عمره بنديوانو ٬ د كوچنيانو او نرښځيانو حقونو ت??فظ ٬ د نوو پوهنتونو جوړولو او د روغتيا او ميرين انشورنس په شمول د 33 قوانينو منظوري وركړې ده۔ د فاټا ضم كېدو سره د دغه قبائلي سيمو د هېواد په مركزي سي??سي او قانون چارو كښې د شاملولو لاره هواره شوې ده۔ د پارلمان ??ركاري ريكارډ ترمخه تېر كال پارلمان ??ر پخوانو قبائلي سيمو د سپريم كورټ او هائي كورټ د سماعت دائرې خپرولو قانون منظوري هم وركړې ۔ په تعليمي څانګه كښې پارلمان ??پرنټس شپ اېکټ، شهید ذولفقارعلی بھټو میډیکل یونیور??ټی ترمیمی اېکټ، نېشنل یونیور??ټی آف سائنس اېنډ ټیکنالوجی اېکټ، نېشنل سکل یونیور??ټی اسلام آباد اېکټ،کامسېټس یونیور??ټی اسلام آباد اېکټ، ان??ټی ټیوټ آف سائنس اېنډ ټېکنالوجی بهاولپوراېکټ، نېشنل سوک اېجوکیشن کمېشن اېکټ، او د ان??ټی ټیوټ فارآرټ اېنډ کلچر اېکټ منظوری او د روغتيا په څانګه كښې پارلمان ?? اسلام آباد هېلت کئېر رېګولېټری اتھارټی اېکټ منظوری وركړې ۔ دغسې د كم عمره بنديوانو حقونو ت??فظ له د جووینائیل جسټس سسټم اېکټ منظوري هم پارلمان وركړې ۔پارلېمان ??ېر كال فېډرل ب??ک فارکواپرېټو او کواپرېټو بنکنګ سېکټر و هاوس بلډنګ فنانس کارپورېشن (بدلون) ایکټ، د اولس مشر تنخا اومراعات بل، لیګل پرېکټشنرز اېنډ بارکونسل ب??، ګېس انفراسټرکچر ډولپمنټ سېس او د برېښنا وېش او رسنې سره د اړوندو بلونو منظوري وركړې ۔ مئي كښې قامي اسمبلۍ د فنانس بل منظوري وركړه او دغسې په اكتوبر كښې ئې د ضمني ماليات بل منظوري وركړې ده ۔