ملتان ۔27جنوری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د 17 كلونو آزمائش څخه وروستو اوس پاكستان په سم لوري روان شوې دې۔ اوس د اميد څړيكې په نظر راځي او زمونږ خوبونه ريښتيا كېدل پېل شوي دي۔ ددې خيالاتو څرګ??دو??ه ده د اتوار په ورځ قادرپور راں كښې د پاكستان تحريك انصاف د صوبائي اسمبلۍ غړي مظهر عباس قل خوانۍ دستوره كښې خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل مظهرعباس راں پي ټي آئي او د سيمې اولس لپاره چې كومې هڅې كړې او خذمات وړاندې كړې دي ټول عمري به ياد ساتلې شي۔ هغه د طالبعلمۍ زمانې څخه تر دې دمه د خپلې سيمې پرمختيائي كارونو او د خپل اولس خېر ښېګړې له تر ټولو زياتې هڅې كولې او دې خاورې سره ئې مينه لرله۔ هغه د خپلې حلقې د اولس په ژوند كښې بدلون راوستل غ??ښت??۔ ده ووئيل مونږ د ارواښاد وارثانو سره اوږه په اوږه ولاړ يو۔ شاه محمود قرېشي ??پل خطاب كښې د خپلې حلقې د اولس مننه كولو سره ووئيل دې حلقې ټول عمري ماته مينه راكړې ده او په ما ئې احسانات كړې دي۔ دغسې د حلقه 157 اولس د تېر كال په ټاكنو كښې زما ځوئي زېن قرېشي ??ره د مينې څرګ??دو??ه كړې ده۔ د قل خوانۍ دستورې ته قاري محمد حنيف جالندھري هم خطاب وكړو۔ وروستو شاه محمود قرېشي ?? ارواښاد بخښنې او د غمجنې كورنۍ صبر او زغم له دعا وكړه۔