اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور وئيلي دي د هېواد تشخص او د سېلګرې ودې لپاره د پاكستان نېشنل بېنك هڅې د ستائنې وړ ??ي٬ دا د حكومت د حكمت عملې برخه ده۔ ده دا خبرې ?? شورو په ورځ د پاكستان نېشنل بېنك او د پاكستان ټرېك ترمېنځه د تفاهم يادښت لاسليك دستوره د وېنا كولو په مهال وكړې ٬ د كوم مقصد چې په هېواد ??ښې دننه او بهر د پاكستان تشخص په ډاګه كول دي۔ په دې موقع د نېشنل بېنك د لاجسټك ډلې مشر كريم اكرم خان او د پاكستان ټرېك مرستيال باني عدنان آفاق او نور چارواكي هم موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل په هېواد ??ښې ټورازم له بېل پوليس جوړولې شي كوم به چې د سېلګرو ساتنه كوي چې په نتيجه ??ښې به ئې د سېلګرو باور زيات شي او په هېواد ??ښې به سېلګري وده وكړي۔ ده ووئيل په ابتدائي توګه به په ګلګت بلتستان ??ښې ټورازم پوليس معرفي كولې شي او بيا وروستې به د هېواد د سېلګرې نورو سيمو ??ښې هم معرفي كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل په هېواد ??ښې زيات سېلګري راغب كولو لپاره به حكومت د سېلګرې تر ځايونو لويو لارو ته پرمختګ وركوي۔ ده ووئيل د حكومتي اقداماتو په نتيجه ??ښې سږ كال په خېبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان ??ښې د سېلګرو شمېره 20 لكه ته د رسېدو ??مكان دے۔