اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي په چا چې د بدعنوانۍ تور دے بايد هغوي خپلې مقدمې په عدالت كښې وكړي٬د ايو??ن په كاروائۍ د اولس پيسه ??رڅ كېږي٬بايد دلته په اولسي مسئلو خبره اوشي٬پاكست??ن په نړيواله كچه خپل مقام بيا ترلاسه كوي۔د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د شاهد خاقان عباسي د اعتراض په نكته ده ووئيل عجيبه تماشه ده چې د اسمبلۍ غونډه پېل كېږي نو وئېلي كېږي چې شهباز شريف دې د اي اے سي چيئرمېن جوړ كړي او كه جوړ نه شو نو د قامي اسمبلۍ غونډه به مخ په وړاندې نه ځي٬بيا وئېلې كېږي كه د شهباز شريف پروډكشن آرډر جاري نه كړې شو نو بيا هم د اسمبلۍ غونډه مخ په وړاندې نه شي تللې۔ده ووئيل دوه چارې داسې شته چې بايد په هغې بحث وكړې شي ٬ ښه به دا وې چې د ايوان څخه هند له يو سخت پېغام وركړی شي ٬ ده ووئېل د پولو پورې غاړه څخه هره ورځ پاكستان له دړكې وركړی كېږي٬بايد دې ايوان څخه پېغام وركړی شې چې د پاكستان 22 كروړه اولس د پاك پوځ سره ولاړ دے ٬ ده ووئېل پاكستان د خپلو كشميريانو وروڼو خوئېندو سره ولاړ دے۔ ده ووئېل كله چې پاكست??ن پھ نړيوال فورم د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو مقدمه كوي نو زمونږ لپاره د شرم خبره ده چې د هند د اړخه د نواز شريف بي??ن په خپل ??ق كښې وركوي ٬دا زمونږ بدقسمتي ده۔ده ووئيل كله چې سجن جندال د ويزې نه غېر پاكستان ته راغلو او مري ته لاړ نو يو بيان راغلو چې د هغه سره د كورنۍ اړيكې لرو٬مودي د نمسو واده له راځي دا ټولې خبرې قام ته په ډاګه شوي۔ده ووئيل په سفارتي ډګر د پاكستان اړيكې نورو هېوادونو سره ښې كېږي بايد په دې خبرې اوشي۔د سعودي عرب پھ زندانونو كښې پاكستاني بنديوان راخوشې كړې شول ٬دا مسئله وزيراعظم عمران خان حل كړی۔پاكست??ن په نړيواله كچه خپل مقام بېرته ترلاسه كوي۔ده ووئيل په هېواد كښې د غريبانو لپاره شيل??ر هومز جوړېږي٬د اولسي ښېګړی اقدامات كېږي۔مراد سعيد ووئيل شاهد خاقان عباسي د خسارې خبره كړی٬ 200 اربه خساره د هغوي په دور كښې شوې ٬كه د برېښڼا معامله خرابه ده او 1200 ارب روپۍ ګرځينده قرض دے نو د دې ذمه وار هم دغه دي۔ده ووئيل مونږ په دليل خبره كوو٬د اولس غلا شوې پيسه ??ه راوړلې شي٬وفاقي وزير ووئيل څوك چې غل وي ه??ه زمونږ غوندې خبره نه شي كولې٬نن د عمران خ??ن په وجه په ټوله نړۍ كښې پاكستان خپل مقام بېرته ترلاسه كوي۔ده ووئيل د ايو??ن په كاروائۍ د قام پيسه ??رڅ كېږي كه چا كرپشن كړی يا په چا د كرپشن تور دے هغوي دې خپلې مقدمې عدالت كښې وكړي