اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع خپل ټوئټ كښ?? مادر ملت فاطمه جناح ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره مېرمنو ته په قامي تعمير او پرمختګ كښ?? خپل جائز كردار تر سره كولو لپاره دوي ته محفوظ او ښه چاپېريال وركول باوري كولو لپاره د پوخ عزم پخلې كړې دې۔ وزيراعظم دا خبره د جمعې ??ه ورځ د مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع خپل يوټوئټ كړې۔ د مېرمنو نړيواله ورځ د جمعې ??ه ورځ د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښ?? ??ه ولوله ولمانځلې شوه۔ وزیراعظم خپل ټوئټ كښ?? د پاكستان موئسس قائد اعظم محمد علی جناحؒ او د مادر ملت فاطمه جناح يو عكس او د قائد قول هم شئېر كړو۔” د قائد په قول كښ?? وئيلي شوې هر ډول هلې ځلې د ناريناٶ سره اوږه په اوږه د مېرمنو اودرېدو نه غېر نه شي كاميابېدې٬ ده ووئېل نړۍ دوه طاقتونه لر?? يو توره او بل قلم ٬ د دواړو ترمېنځه ډير مسابقت او همسري موجود ده ٬ بيا يو درېم قوت شته كوم چې د دواړو نه زيات طاقتور دے” ۔ وزیر اعظم خپل ټوئټ كښ?? ووئيل د مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع مونږ فاطمه جناح ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوٶ څوك چې د پاكستان جوړېدو په هلو ځلو كښ?? قائد سره اوږه په اوږه ولاړه وه۔ ده ووئيل مونږ مېرمنو له د محفوظ او ښه چاپېريال وركولو د لوظ تجديد كوٶ دغسې چې دوي د خپل اهليت له مخې په قامي تعمير او پرمختګ كښ?? خپل كردار ترسره كړي