اسلام آباد 12 مارچ (اے پی پی) د اقتصادی مرستې تنظیم (ای سی او) عمومي سيكتر ډاکټر هادی سلیمان پور به د نهې ورځې څ??ه د پاکستان درې ورځنۍ دوره كوي۔ د خارجه وزارت د اړخه جاری شوې بیان له مخې د ای سی او عمومي سيكتر د چوكۍ سنبھالولو نه پس پھ وړومبي ځل د پاکستان دوره كوي۔د پاکستان خپلې دورې پھ مهال به هغه د اولس مشر ډاکټرعارف علوی، وز??راعظم عمران خان، او خارجه وز??ر شاہ محمود قریشی سره ملاقاتونه كوي۔ د اطلاعات او خپرونو وز??ر، د خزانې وز??ر ، د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير سره په ملاقاتونو كښې به هغه د ای سی او په اړه د چارو پشمول د تنظیم غړو هېوادونو ترمينځه د مرستې ، بنیادی اډھانې پرمختګ په ایجنډا، سيمه ايزو رابطو زياتولو او د غړو هېوادونو ترمينځه تجارت له د اسانيو په چارو هم د خيالاتو څركندونه كوي۔ هغه به د وز??راعظم د تجارت لپاره سلاحكار عبدالرزاق داؤد او د سرمایه کارۍ بورډ چئیرمېن سره هم ملاقاتونه كوي