اسلام آباد 24 ??پر??ل (اے پي پي) پاكستان او جمهوريا كوريا د 500 ملينه ډالرو د فر??م ورك په ارينجمنټ لاس ليك كړی دې ۔په دې موقع د وزيراعظم د خزانې٬ريونيو او اقتصادي چارو خاص مرستيال ډاكټر عب??ال??فيظ شېخ هم موجود ؤ ۔د شورو په ورځ د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر نوراحمد او د جمهوريه كوريا په پاكستان كښې سفير كاوك سنګ كيو د خپلو خپلو حكومتونو لخوا د فر??م ورك په ارينجمنټ لاس ليك وكړو۔فريم ورك ارينجمنټ(20-2018 )له مخې جمهوريا كوريا به د روغتيا٬انفارمېشن ټېكنالوجي٬مواصلات٬كركيلې٬ توان پشمول د نورو پروژو لپاره 500 ملينه ډالره وركوي ٬ په پاكستان كښې د جمهوريه كوريا سفير د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاكټر عب??ال??فيظ شېخ سره هم ملاقات كړے او دوه اړخيزه شريكې مرستې زياتولو په چارو ئې د خيالاتو څرګندونه كړې ۔د خزانې صلاحكار ووئيل پاكستان كوريا سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔د دواړو هېوادونو ترمينځه په سركاري او نجي څانګې تر مينځه ښې اړيكې شته ۔ده د جمهوريه كوريا لخوا د پرمختيائي پروژو لپاره مرسته زياتول وستائېل۔ده ووئيل وخت تېرېدو سره سره د دواړو هېوادونو معاشي اړيكې لا مستحكمې شوي۔د جمهوريه كوريا سفير ووئيل د فر??م ورك ارينجمنټ به د پاكستان نوې حكوم?? د ??قتصادي پالېسو او اقداماتو لپاره د پېشرفت او مرستياله ثابت شي۔ده ووئيل د فر??م ورك ارينجمنټ څخه به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ده ووئيل جمهوريه كوريا به د پاكستان معاشي پرمختګ لپاره هر ممكنه مرسته روانه ساتي