اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) وز??راعظم عمران خان په مېنځنۍ آسياء كښې د ژورو روابطو جوړولو د وژن له مخې د پاکستان او د ازبکستان ترمېنځه د سیاسي، معاشي، توان او په كلتور كښې اشتراك كار رامخې ته كولو سره ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه نزدې تجارتي٬ اقتصادي او د توان روابط ډېر اهميت لري۔ وزيراعظم دا خبرې د ازبکستان نائب وز??راعظم علیور غنیوف سره كړې چا چې خپل پلاوي سره وزيراعظم سره په وزيراعظم آفس كښې ملاقات كړې۔ وز??راعظم د پاکستان او ازبکستان ترمېنځه تاريخي او كلتوري رشتې رامخې ته كولو سره د د دواړو هېوادونو ترمېنځه نزدې تجارتي٬ اقتصادي او د توان روابط په اهميت زور رواړو۔ وز??راعظم ازبك اولس مشر سخاوت مرزوف سره په اپرېل كال 2019 كښې په بيجنګ كښې د بېلټ اېنډ روډ فورم په موقع د شوي ملاقات ذكر وكړو په كوم كښې چې دوه اړخيزه اړيكو او روابطو پلو پام ګرځولې شوې۔ د ازبك نائب وز??راعظم د ازبك اولس مشر لخوا د نېكو هېلو پېغام ئې وزيراعظم ته ورسولو د ازبك –مزارشريف-كابل او د پېښور ټرانسپورټ رېلوے كوريډور په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شوې۔ وز??راعظم د بریفنګ ستائنه كولو سره اتفاق وكړو چې د ر??ل رابطو سره به نه يوازې پاکستان، افغانستان او مېنځني آسيائي رياستونو ته ګټه ورسي بلكې د منطقې د چين ٬ دولت مشتركه او د اروپا سره به مواصلاحتي رابطو ته هم وده ترلاسه شي۔ وز??راعظم عمران خان په مېنځنۍ آسياء كښې د ژورو روابطو جوړولو د وژن له مخې د پاکستان او د ازبکستان ترمېنځه د سیاسي، معاشي، توان او په كلتور كښې اشتراك كار رامخې ته كړه