اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د ضم شوو سيمو اولس سره شوې لوظونه به ترسره كولې ??ي٬ په ضمم شوو سيمو كښې د فېډرل اېكسائز ډيوټۍ نفا?? پحقله په تحفظاتو به غور كولې ??ي۔ وزيراعظم دا خبرې د ضم شوو سيمو سناتورانو او د اسمبلۍ غړو پلاوي سره كړې۔ د پلاوي په غړو كښې سناتوران هدایت اللہ خان، مومن خان آپریدې، مرزا محمد آپریدې، سجاد حسېن طوري، اورنګزېب زېب خان، ایوب آپریدې او د قامي اسمبلۍ غړو ګل داد خان، سجاد خان، د مذهبي چارو وزير نور الحق قادري، محمد اقبال خان او جواد حسېن شامل وو۔ په دې موقع د دفاع وزير پروېز خټك٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر، سناتور شبلي فراز، د خېبر پښتونخوا اع??ٰې وزیر محمود خان، خاص مرستيال نعیم الحق او افتخار دراني هم موجود وٶ۔ د ملاقات په مهال په ضمم شوو سيمو كښې د جاري پرمختيائي چارو او اولس ته په پېښو ??سئ??و تفصيلي خبرې شوې۔ د پلاوي غړو سره خپلو خبرو كښې وزیراعظم عمران خان ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د ضم شوو سيمو ضرورتونو تر مخه پرمختيائي منصوبو لپاره سږ كال 83 اربه روپۍ بجټ بېل كړې شوې كوم چې به اولس ته د پېښو ??سئ??و هواري له مرستياله وګرځي۔ ده ووئيل د ضم شوو سيمو اولس بې شمېره قربانۍ وركړې او ستونزو سره مخ شوي٬ حكومت د دوي د ستونزو بشپړ ادراك لري۔ وزیراعظم ووئيل د ضم شوو سيمو اولس سره شوې لوظونه به ترسره كولې ??ي۔ وزیراعظم امر وكړٶ چې د پرمختيائي منصوبو عملي كولو لپاره په دې كښې اولسې نمائندګان شامل كړئ او د اولس ترجيحات تر نظره اوساتې۔ په دې موقع پارلماني غړو وزيراعظم په ضم شوو سيمو كښې د فېډرل اېكسائز ډيوټۍ نفاذ په ??سئ??و هم د تحفظاتو نه خبر كړو۔ وزیراعظم غړو ته باور وركړو چې د دوي په تحفظاتو به غور كولې ??ي۔ د خېبر پښتونخوا اع??ٰې وزير په ضم شوو سيمو كښې د بېلا بېلو پرمختيائي منصوبو پحقله