اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د امريكې دورې كاميابو سر?? د ??اؤس آف شريف په ارمانونو ګرد پرېوتې٬ د شه??از شريف بيان د كپتان په ضد د حسد څرګندونه ده٬ ده په امريكا كښې د پاكستانيانو د تاريخ تر ټولو لويه غونډه ونه زغملې شوه۔ عمران خان د كشميريانو وكيل جوړ شوے٬ وزيراعظم د كشمير شخړې د حل اهميت په ښه ډول په ډاګه كړے۔ د شورو په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې بايد شه??از شريف په كشمير د سياست كولو نه وړاندې سترګې غړولو سره د سيد علي ګېلاني بيان لوستې و۔ د كشميريانو لارښود د خوشحالې څرګندونه كوي٬ كم ظرف سوچ سره په بسونو كښې د سفر پېغور وركولو په ځائ بايد ده د عمران خان د س??دګ?? او كفايت شعارې نه زده كړه كړې وه۔ هغې ووئيل چې شه??از شريف صاحب! ته تر ټولو لوي شعبده باز ئې چې په لندن كښې خو سړكونه پياده ناپ كوې خو پاكستان ته راتللو سر?? د ??روټوكول په نشه كښې راشې۔ هغه چې عمران خان سره په عداوت او بغض كښې چې څومره اولس ګمراه كوي٬ د دوي محبت عمران خان لپاره لا سوا كېږي۔ هغې ووئيل چې د اېرينا ون د اولس جوش و خروش٬ استقبال او اولس مشر ټرمپ سره كامياب ملاقات د دوي خوبونه ورك كړي دي۔ هغې ووئيل چې د شه??از شريف لخوا د وزيراعظم د امريكې دورې په اړه بيان د د?? د ??رېوتي سوچ او د كرپټ خصلت عكاسي ده