بيجنګ 08 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان سرمايه کارۍ لپاره زيات محفوظ هېواد دے، د معاشي اصلاحاتو له مخې سرمايه كار پاكستان كښې خوښي لري ٬ چي?? سره د خپلواكې تجارتې لوظنامه كوٶنكې يو ٬ د چي?? پاکستان اقتصادي لارې مسئلو لرې كولو لپاره سي پېك اتهارټي جوړه كړې شوې٬ ګوادر بندر ځائ د سي پېك منصوبې بنياد دے، پاکستان كښې د سېلګرۍ په لړ كښې د پرمختګ پراخه موقعې شته ٬ مونږ د كورونو كمي سره مخ يو، پنځو كالو كښې د 50 لكه كورنو په منصوبه كار روان دے ٬ حکومت خارجي سرمايه كارو ته د آزادې ويزې آسانۍ وركړي٬ غواړو چې سرمايه كار پاكستان ته راشي او پېسه وګټي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د نړيوال تجارت ودې لپاره په جوړ چائنا كونسل كښې غونډې ته وكړه۔ وزيراعظم وو??يل د چي?? په 70مې قامي ورځ د چي?? حكومت او اولس ته مباركي وركوٶ٬ وړومبې چي?? د پاكستان نه زده كړه وكړه اوس پاكستان د چي?? نه زده كړه كوي۔ ده ووئېل مونږ له د چي?? نه دا زده كړه پكار ده چې ھغوي قام څنګه د غربت نه خلاص كړے۔ ده ووئيل چي?? په نړۍ كښې په تندۍ سره پرمختګ كوٶنكې هېواد دے او چي?? په تېرو پنځو كالو كښې د كرپشن خاتمې سره په وزارتي كچه 400 كسانو ته د زندان سزاګانې وركړې دي٬ مونږ هم د بدعنوانه عناصرو په ضد دا ډول كاروائي كول غواړو خو زمونږ نظام په قلاره روان دے۔ ده ووئېل د سرې فيتې خنډ هم د كرپشن لوي سوب وي٬ هيله لرو چې په رو رو به وضعه بهتره شي۔ وزيراعظم عمران خان وو??يل د غربت خاتمې لپاره د چي?? د اقداماتو نه ګرده نړۍ زده كړه كوي۔ ده ووئيل چي?? په 30 كالو كښې 70 كروړه خلق د غربت نه خلاص كړي٬ كرپشن د هېوادونو په پرمختګ كښې د ټولو نه لوي خنډ دے او چي?? د كرپشن په ضد كاميابي ترلاسه كړې۔ ده وو??يل پاكستان كښې به په كرپشن قابو موندلو كښې لږ وخت لګي۔ وزيراعظم وو??يل هېواد ته د سرمايه كارو د نه راتګ لوے سوب كرپشن دے او د چي?? د کميونسټ ګوند كاميابيو څخه زده كړه كوٶ۔ ده ووئېل په پاکستان كښې د سولې ثبات وضعه ښه ده۔ دوزيراعظم وو??يل د پاکستان د ستراتېژكې چاپېرچل امله سرمايه كار دلته سرمايه كاري كوي۔ ده وو??يل د پاکستان د آبادۍ 60 فيصده برخه په ځوانانو مشتمل ده٬ د سرمايه كارۍ اضافې لپاره اصلاحاتو كوٶ۔ وزيراعظم عمران خان وو??يل پاکستان د سېلګرۍ په اړه بلها موقعې لري٬ پاكستان كښې به پرمختګ لپاره د مېرټ پاليسي خپلول وي٬ مذهبي سېلګرۍ لپاره اقدامات كوٶ۔ ده وو??يل د چي?? سرمايه کارو سره خبرو لپاره په دوره راغلې يم۔ ده وو??يل پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلها موقعې موجود دي ځكه چې مونږ سرمايه كارو لپاره آسانۍ پېدا كړي۔ده ووئېل پاکستان دغواړي چې چي?? په ټېکسټائل، آئي ټي، فنانس، د كورونو جوړولو٬ كركيلې٬ او سېلګرۍ په څانګو كښې سرمايه كاري وكړي۔ ده وو??يل پاكستان كښې د سرو زرو او پيتلو (تانبې) پراخه ذخيرې شته ۔ ده وو??يل مونږ غواړو چې سرمايه كار پاكستان ته راشي او ګټه وكړي۔ د دې نه وړاندې د نړيوال تجارت ودې لپاره چائنا كونسل (سي سي پي آئي ټي) ته په رسېدو د كونسل چيئرپرسن ګاٶ ژان د وزيراعظم هركلې وكړو۔(ګ ل