اسلام آباد ۔ 19 نومبر (اے پي پي) وزير خارجه شاه محمود قرېشي وئيلي دي د كشمير مسئله زمونږ د خارجه پا??يس?? مهمه ستن ده٬ بې ګناه كشميريان د هندي ظلم او بربريت نه خلاص??لو او د كشمير د خپلواكۍ حق په اصولي هلو ځلو كښې به د دوي سياسي٬ اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتو۔ وفاقي وزير دا خبرې د پي اېف يو جي صدر افضل بټ په مشرۍ كښې د سينئر خبريالانو پلاوي س??ه كړې چا چې د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې دوي س??ه ملاقات كولو۔ خبريالانو د مقبوضه جمو و کشمير پشمول په مهمو چارو ?? غوره خارجه پاليسي په خپل??لو او په بې ګناه كشميريانو روان ظلمونه په نړيوالو فورمونو په كاميابۍ سره رامخې ته ك??لو خارجه وزير له مباركي وركړه۔ خارجه وزير ووئيل د شك نه غېر ميډيا د رياست مهمه ستن ده٬ د كشمير په مسئله د پاكستان د??يځ رامخې ته ك??لو كښې د نړيوالې ميډيا سره سره د پاكستانۍ ميډيا كردار هم مثالي ؤ ۔ د خبريالانو پلاوي وفاقي وزير سره د ھغه د خور او كزن نواب عاشق حسېن قرېشي په مړينه غمرازي وكړه او د ارواښادو بخښنې لپاره ئې فاتحه خواني وكړه۔ خارجه وزير خارجه وزارت ته په راتګ د خبريالانو مننه وكړه۔ په پلاوي كښې صغير احمد چوهدري آصف بھټي، ايوب ناصر شامل وو