اسلام آباد ۔ 9 دسمبر (اے پی پی) د آسيائي پرمختيائي بانك (اے ډی ??ی) لخوا د پبلک فنانسنګ او توان څانګې اصلاحات په لړ كښې د پاکستان لپاره د يو ارب 30 کروړه ډالرو د بجټ معاونت فنډ لوظنامه لاس ليك شوې ده ۔ دې لوظنامې سره به د پاكستان د زر مبادله پنګو زياتېدو سره د توان څانګه كښې هم ښه والې رامخې ته شي او معاشي استحكام به قوي شي۔ په لوظنامه د ګل په ورځ د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر سيد پروېز عباس او د آسيائي پرمختيائي بانك كنټر ډائرېكټر ژیاوهانګ یانګ لاس ليك وكړو۔ د اقتصادي چارو وفاقي وزير حماد اظهر او د وزارت نور اعلی چارواكي او د آسيائي پرمختيائي بانك (پاكستان) عهدېدار هم په دې موقع موجود وو۔ د اقتصادي چارو وفاقي وزير په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل دې فنډ سره به د حكومت د ګرځنده قرض مسئله حل كو??و له مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل حكومت د آسيائي بانك لخوا په روانه مرسته او ملاتړ د اے ډي بي د ټولې ډلې د هڅو ستائنه كو??۔ د آسيائي بانك كنټري ډائرېكټر ژیاوهانګ یانګ ووئيل د قرض منظوري د اے ډي بي بورډ په صلا وركړې ده۔ بانك د پاكستان معيشت قوي كو??و او بهرنيو مالياتي خطرو څخه د پاكستان بچ كو??و عزم لري۔ د آسيائي پرمختيائي بانك له مخې با??ك مالي كال 2019-20ء له پاكستان ته د 2.1 اربه ډالرو وركولو عزم لري۔ آسيائي پرمختيائي بانك د پاكستان بجټ معاونت سره سره د توان څانګې اصلاحاتي پروګرام له د 30 كروړه ډالرو وركولو منظوري هم وركړې ده