اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) اطلاغات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د حکومت قانوني ډل?? به د پخواني اولس مشر جنرال (ر) پروېز مشرف په ضد د تفصيلي پرېكړې په غور لوستې نه پس د خپل لائحه عمل پرېكړه كوي ٬ حكومت به انصاف سره اودرېږي٬ په سنګينه غدارې کېس كښې د اپيل پرېكړه د مشرف وكيلانو له كول دي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان دا خبرې په انفارمېشن سروسز اكېډېمۍ كښې “د خبريالانو كردار او د سباٶن چيلنجونو” په سرخط ميډيا وركشاپ ته وېنا او خبريالانو سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ د پروېز مشرف په ضد د خاص عدالت د تفصيلي پرېكړې پحقله د پوښتنې په ځواب ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل هم نن خاص عدالت خپله تفصيلي پرېكړه جاري كړې ٬ د حكومت قانوني ډل?? به په غور د مطالعې نه پس د خپل لائحه عمل پرېكړه كوي ۔ ده ووئيل پي ټي آئي به د خپل بنيادي منشور له مخې تل انصاف سره ولاړه وي ٬ پرېكړه كېدل او په پرېكړه كښې دننه انصاف په نظر راتلل دوه جلا جلا څيزونه دي كه دې پرېكړه كښې هم انصاف شوې وي نو حكومت به انصاف سره اودرېږي او كه پرېكړه كښې د انصاف تقاضې سر ته نه وي رسولې شوې نو بيا به د انصاف لټون له انصاف ته رسي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل په دې پرېكړه كښې حكومت له نه د پروېز مشرف وكيلانو له د اپيل پرېكړه كول دي٬ چې كله اپيل وكړې شي نو حكومت به د اپېل دائر كېدو نه پس د اپېل د قانوني اړخونو كتلو نه پس پرېكړه كوي٬ حكومت به انصاف په زور د اخستو نه بلكې د قانون او د قانون دفاع سره ولاړ وي۔ د دې نه وړاندې د ميډيا ورکشاپ ګډون كوٶنكو ته خپله وېنا كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې پي آئي ډي آټو مېشن او ډيجيټلائزېشن پلو بيايو٬ خبريالانو لپاره د نړيوالې كچې موقعې راوړوندې كوٶ٬ د خبريالانو صلاحيتونه زياتېدو سر?? به ذمه وار صحافت وده ومومي۔ دې ووئيل مونږ هڅه كوٶ چې قامي او سي??ه ايزو ورځ??اڼ?? ته د سركولېشن له مخې په مېرټ اشتهارونه وركړې شي او په دې لړ كښې د ميډيا او اشتهاراتو د پاليسۍ مسوده وزيراعظم ته وړاندې كړې شوې ده۔ ده ووئېل وزيراعظم په دې معامله ټ??لو شراكتدارو سره د مشاورت نه پس مسودې ته حتمي شكل ورك??لو لپاره امر كړې۔ دې ووئيل سي??ه ايزې ورځپاڼې سي??ه ايزې مسئلې رامخئ ته ك??لو او حكومتي پاليسۍ اولس ته رس??لو كښې مهم كردار لوبوي ٬ د دوي د مسئلو لرې ك??لو كښې به د اطلاعات او خپرونو وزارت٫ پي آئي ډي او اړوندې ادارې خپل بشپړه كردار لوبوي۔ دې ووئيل د وزيراعظم د مشن له مخې اشتهارات به هم حق حقدار ته د رس??لو له مخې وركولې شي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل مونږ ته د سركولېشن په بنياد راپور شوې چې 2 كروړه ورځپاڼې هره ورځ شائع كېږي خو د بېلا بېلو ذريعو د لارې د چېكنګ نه پس معلومه شوې چې هر ورځ د چاپ كېدونكو ورځ??اڼ?? شمېره د لس لكه نه هم كمه ده۔ دې ووئيل اے پي اېن اېس٬ سي پي اېن اي ٬ پي بي اے او نورو صحافتي تنظيمونو ته خواست شوې چې د سي??ه ايزو ورځ??اڼ?? د مسئلو حل ٬ د ميډيا وركرز د حقونو تحفظ لپاره خپل خپل كردار ولوبوي۔ دې ووئيل چين، قطر، جاپان، ترکيه، اروپائي ائتلاف، جائيکا، سيډا او د يو اېس اے آئي ډي پشمول نړيوال ډونرز سره د پاكستانو خبريالانو د سكالرشپس او تربيې موقعو لپاره خبرې روانې دي٬ خبريالانو لپاره د نړيوالې كچې موقعې راوړوندې كوٶ٬ د خبريالانو صلاحيتونه زياتېدو سر?? به ذمه وار صحافت وده وموي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د ميډيا وجود د جمهوريت وجود سره تړلې دے٬ حكومت به د دې روزنې او د ادارو په مستحكم ك??لو كښې خپل كردار لوبوي۔ دې ووئيل په ريجنل پرېس كلبز كښې آئي ټي ډسك جوړٶو او د پېنډۍ اسلام آباد پرېس كلب څخ?? به پائلټ پراجېکټ پېل كوٶ