اسلام آباد ۔ 4 اپرسل (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د امريكا لخوا د ډ??نی?? پرل کېس حو??لې سره رامخې ته كېدونكي تحفظات فطري دي۔ د خالي په ورځ د ډ??نی?? پرل کېس حو??لې سره په مهم بي??ن كښې خارجه وزير ووئيل ډ??نی?? پرل يو نوموړې خبريال وو۔ اول خو دې تاوان لپاره وتښتولې شو او بي?? ووژلې شو۔ دا خبر ټوله نړۍ كښې پېل شو او پاكستان ته هم ګوتې ونيولې شوې۔ په مونږ ټكونه وكړې شول۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ ك??ې لويې قربانۍ وركړې دي۔ ټول قام د ترهګرۍ په ضد يو اوږد جنګ كړې او دې ته ئې ماتې وركړې۔ ده ووئيل د ډ??نی?? پرل کېس كښې تورن ونيولې شول ٬ مقدمه وچلېده او په آخر كښې درې تورنو ته د قېد او مركزي تورن شېخ عمر ته د مرګ سزا واورولې شوه۔ ده ته د اپېل حق ترلاسه وو۔ سندھ هائي كورټ اپېل منلو سره د حېدر آباد كورټ لخوا درې تورونو ته وركړې شوې سزا معطل كولو سره دوئي بري او د شېخ عمر سزا ئې په 7 كاله زندان كښې د بدلولو احكامات جاري كړل۔ دې پرېكړې سره اندېښنه رامخې ته شوه۔ خارجه وزير ووئيل سندھ هوم ډيپارټمنټ د پبلك سېفټي ترسېوري لاندې 90 ورځو له د تورنو د نظربند ساتلو او د سندھ هائي كورټ د پرېكړې په ضد د اپيل كولو پرېكړه وكړه۔ د اپیل فورم موجود دې اوس دا اړوند عدالت له كتل دي چې هغه د سندھ هائي كورټ پرېكړه په ځائ?? ساتي يا دا كالعدم ګرځوي۔