اسلام آباد ۔ 12 اپرېل (اے ??ی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) صدر او د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف مسیحی ورورولۍ ته د ايسټر اختر مباركي وركړې ده۔ د اتوا?? په ورځ د مباركۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل د ټول پاكستاني اولس لخوا مسيحيانو ته ددوئي په خوشحالۍ مباركي وركوم?? ده ووئيل دكورونا وائرس وباﺀ له امله مسيحي ايسټر اختر د پخوا په ډول و نه لمانځلې شو۔ هيله لرو چې راتلونكو كلونو كښې به دوئي خپلې خوشحالۍ په بشپړه ډول ولمانځلې شي?? ده ووئيل مسیحيان د پاكستان تعمير او پرمختګ كښې ??هم كردار ترسره كوي?? ده ووئيل د زده كړو په څانګه كښې ??م پاكستاني مسيحيانو د قدر وړ خذمات ترسره كړې دي?? ده ووئيل پاکستان مسلم لیګ (ن) د غیر مسلم پاکستانیانو حقونو ساتنې او د دوئي خېر ښېګړې له ټول عمري كار كړې دې۔ زه باور دركوم چې راتلونكي وخت كښې به هم مونږ هم دغه جذبې سره د غېر مسلم پاكستانيانو خېر ښېګړې او پرمختګ له كار كوؤ?? ده مسیحی ورورولۍ ته خواست وكړو چې دوئي دې د كورونا وباﺀ څخه خلاصي له خاص دعاګانې وكړي