اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د حفاظ??ي تدبيرونو اختيارولو په حقله دې موثره اولسي خبرتيا لپاره كمپائن باوري كړې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخ??ا د جاري بيان تر مخه دا سپارښتنه وزيراعظم د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان سره ملاقات كښې كړې۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان په دې مهال د اطلاعات او خپرونو وزارت لخ??ا د كرونا وائرس پحقله د اولس خبرولو لپاره د كمپائن په خاص توګه په روژه كښې د حفاظ??ي تدبيرونو خپلولو په حقله د اولس ترغيب له د مرتب كړې لائحې په اړه وزيراعظم له بريفنګ وركړو۔ دې وزيراعظم ته ووئيل د روژې مياشت كښې به د پي ټي وي لخ??ا نېغ په نېغه تراويح خپرولې شي د??سې چې اولس په كور كښې عبادتونه وكړې شي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل علماﺀ كرامو سره د شوې ٢٠ نكاتي اېجنډې تشهير له مناسب انتظام باوري كوٶ دغسې چې مونځ كوٶنكي په جوماتونو كښې خپله حفاظ??ي تدبيرونه اختيار كړي٬ په دې مهال د کرونا وائرس په تناظر كښې د ميډيا ورکرز تحفظ باوري كولو په حقله په اقداماتو هم خبرې وشوې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان د کرونا هسپتالونو او آئسولېشن مركزونو كورېج كوٶنكو ميډيا وركرز له د حفاظتي كټس او د حفاظتي لباس وركولو د چارو نه هم ويزراعظم خبر كړو۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د حفاظ??ي تدبيرونو اختيارولو په اړه موثره اولسي خبرتيا لپاره كمپائن باوري كړئ۔