لاهور۔ 13 جون (اے ??ی پی) د وزیراعظم په موجودګۍ كښې د پنجاب حكومت او نېنشل لاجسټك سېل ترمينځه كنېسشن اېګريمنټ وكړے شو۔ لاهور رنگ رو??۔ سدرن لوپ (ایس ایل۔III) رائیونډ روډ څخ?? به ملتان روډ جوړولې شي۔ نزدې د لس اربه روپو لګښت پنجاب كښې د پبلك پرائېوېټ پارټنرشپ دا د انفرانسټركچر دويمه لويه منصوبه ده۔ د صوبې اولنۍ لويه منصوبه لاھور رنگ رو??۔ سدرن لوپ۔1 او 2 پراجېکټ وو۔ ??ا منصوبه به د 25 كلن بي او ټي پراجېكټ په ډول چلولې شي۔ د دې د تعمير موده يو كال دے۔ دا منصوبه به جي ټي روډ ٬ سيالكوټ موټر وے او د رنګ روډ موجوده سېكشنز ملتان روډ (این فائیو) سره تړي۔ په دې مهال وزيراعظم ته ووئيلې شؤ چې ددې منصوبې د ډيزائن جاج اخستې شوې او ماحولياتي اړخونه هم دې كښې شامل كړې شوي دي