اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د كشمير خاص پارلماني كمېټې چيئرمېن شهر يار خان آفريدي وئيلي دي څوك هم كشميريان د پاكستان څخه نه شي بېلولے، پاكستان به د كشميريانو اخلاقي، سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي، په ټولو نړيوالو فورمونو به د نرېندر مودي د حكومت فاشزم په ډاګه كولے شي. اے پي پي سره په خپله يوه مركه كښې ?? كشمير كمېټې چيئرمېن شهريار خان آفريدي ووئيل كشمير زمونږ شه رګ دے، كشميريان او پاكستانيان يو قام دے او څوك هم كشمير د پاكستان څخه نه شي بېلولے۔ ده ووئيل مونږ به د كشمير سټېټس بدلولو اجازه ورنه كړو. ده ووئيل كشمير يوه متنازعه س??مه ده او بايد دا م??ئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې حل كړے شي. ده د هندي حكومت لخوا په كا?? 2019م كښې ?? اګست د پنځمې نېټې اقدام د كشميريانو د بنيادي حقونو په ضد ګرځولو سره ووئيل دا په مقبوضه كشمير كښې ?? نرېندر مودي د فاشسټ حكومت غېر انساني، غېر جمهوري او غېر قانوني اقدام دے كوم سره چې هند په مقبوضه جمو كشمير كښې ?? بشري حقونو څخه سرغړونې كوي. د كشمير كمېټې چيئرمېن ووئيل د پي ټي آئي حكومت او د پارلمان كشمير كمېټي به په مقبوضه جمو كشمير كښې ?? هند ظلمونه په ډاګه كولو سره د نړۍ ضمير راويښولو لپاره خپل كردار جاري ساتي. ده ووئيل د كا?? 2019م د اګست په پنځمه نېټه په مقبوضه كشمير كښې ?? تشدد، ظلمونو او د بشري حقونو څخه د سرغړونو يو بل دور پېل شوے. دا د سياسي بې ايمانې، ناانصافې او د بشري حقونو څخه د سرغړونو ورځ ده. ده ووئيل د آر اېس اېس د نظريې پلاوي د نرېندر مودي حكومت په مقبوضه كشمير كښې ??رټيكل 35 اے او 370 ختمولو سره يوه شرمناكه پرېكړه كړې او په دې هند كښې ??ننه او بهر خلق حېران شوي دي.ده ووئيل د مودي حكومت داسې كوم اختيار نه لري چې دا آرټيكل ختم كړي. ده ووئيل دا يو سياسي منافقت ؤ، د اګست د پنځمې نېټې نه پس ټولې نړۍ په مقبوضه كشمير كښې ?? هند ظلمونه وليدل. ده ووئيل د هند آئين آرټيكل 35 اے كشميريانو ته خاص حيثيت وركړے ؤ. ده ووئيل د دې ختمولو لوي مقصد په كشمير كښې په مستقل توګه اوسېدو لپاره د زمكې اخستلو حق ترلاسه كول دي. ده ووئيل د فاشسټ مودي نه علاوه ټولو ته ناانصافي او مايوسي ښكاري. ده ووئيل دا د كشمير د بې ګناه خلقو سياسي هولوكاسټ دے او د نړيوال قانون سخته خلاف ورزي ده. ده ووئيل هند د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي كړې.دا يو غېر آئيني او غېر قانوني اقدام دے. ده ووئيل د هند دې اقدام نړيوالې ټولنې ته واضح پېغام وركړے چې هغه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل سره د شوي لوظ پوره كولو پابند نه دے. د كشمير كمېټې چيئرمېن ووئيل د كشمير په معامله ټول سياسي ګوندونه او ډلې يو موټې دي او وزيراعظم عمران خان د كشميريانو سفير په توګه په هر يو نړيوال فورم دا م??امله پورته كړې. ده ووئيل وزيراعظم او پاكستانے قوم كشميريانو سره ولاړ دے او باور لري چې د كشمير مسئله به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كېږي. ده ووئيل د پاكستان په هڅو د نړې سوچ بدلېږي او دا وخت دے چې نړۍ وړاندې راشي چې كشميريان د هندي ظلم او بربريت نه بچ كړي. ده ووئيل كه هر څو د ملګرو ملتونو په اوسنيو رپورټس كښې ?? بشري حقونو څخه د سرغړونو تورونه لګولې شوي خو بايد نړيواله ټولنه په هند فشار واچوي چې هغه كشميريانو ته د خپلواكې بنيادي حق وركړي. ده ووئيل د اګست پنځمه نېټه د كشمير په تاريخ كښې يوه بله توره ورځ ده. دا د ظلم او جبر يو نوے دور دے. ده ووئيل د هند لخوا پوځي محاصرې د خلقو ژوند سخت كړے او بايد نړيواله ټولنه په دې نوره غلې پاتې نه شي. ده ووئيل بايد نړيواله ټولنه وړاندې راشي چې دغسې دا م??ئله په مستقل توګه حل كړے شي.