اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د كشمير پارلماني كمېټې چيئرمېن شهريار خان آفريدي وئيلي دي چ پاكستان چ?? په كوم ډول اق??يتونو سره د يو برابر سلوك نمونه مرتب كړې، نړۍ له د دې نه زدكړې كول پكار دي. په پاكستان انسټي ټيوټ آف پارليمنټري سروسز كښې د اق??يتونو نړيوالې ورځ?? په اړه سېمينار ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل د دې ورځې لمانځلو مقصد ټولې نړۍ ته د اق??يتونو د حقونو د اهميت احساس وركول دي. شهريار خان آفريدي ووئيل د هندوستان حكومت د اق??يتونو په ضد رياستي ترهګري پېل كړې، د نسل كشې د شېطاني پلان تر مخه په خا?? توګه مسلمانان په نښه كولے شي، نړيوالې ټولنې ته به د غېر قانوني هندي مقبوضه جمو كشمير د اولس خپلواكۍ حق لپاره ذمه واري ترسره كول وي، اوس وخت راغلے چې پرمختللې نړۍ په كشمير كښې د روانو ظلمونو مخ نيوي لپاره په سمدستي توګه مداخله وكړي. ده ووئيل سږ كال د فرور?? په مياشت كښې د هند په پايه تخت ډيلي كښې هندوانو په مسلمانانو بريد كولو كښې 36 مسلمانان وژ??ي وو او ګڼ شمېر جوماتونه شهيدان كړے شوي وو. دغسې د هند واكمن ګوند پارلمانې غړو په اولسي كچه د هندو ترهګرو د آر اېس اېس د ملاتړ ستائنه كړې. سېمينار ته د آزاد كشمير صدر سردار مسعود خان هم وېنا وكړه او وې وئيل په آزاد جمو كشمير كښې اق??يتونه بشپړه مذهبي آزادي لري، د بي جے پي حكومت د هند مسلمانانو، عيسايانو، سكهانو او دلتانو په ضد د ترهګرې راج جوړ كړے. سېمينار ته امريكائي وګړې ټوډ شيه ووئيل اق??يتونو سره د سلوك په معامله كښې پاكستان د منطقې د هېوادونو نه ډېر مخ په وړاندے تللے دے. د صوبائي اسمبلۍ غړي رنجيت سنګھ ووئيل په دې كښې هېڅ شك نشته چ?? په پاكستان كښې اق??يتونه يو برابر حقونه لري، مونږ په دې وروستيو كښې د اګست 5مه نېټه د تورې ورځ په توګه لمانځلې. ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې كشميريانو سره د ظلم سلوك روان دے.مونږ فخر كوو چې مونږ پاكستانيان يو. مونږ په كشميريانو د هندي ظلم غندنه كوو. ده ووئيل پاكستان هغه يواځنے هېواد دے چرته چې د اق??يتونو ورځ لمانځلې كېږي. په دې موقع د جامعه جنېديه مشر پيرزاده عدنان قادري ووئيل اسلام د نورو مذهبونو د احترام كولو درس وركوي.