اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کميټۍ (اي سي سي) ټريډنګ کارپوريشن آف پاکستان ته په ??بتدائي توګه د دوه لكه ټنه غنمو د درآمد اجازه وركړې ده ۔ د اقتصادي رابطه کمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ د خزانې او محصولاحات لپاره د وزيراعظم صلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې وشوه ۔ په ??ونده كښې ټرېډنګ کارپورېشن آف پاکستان ته په ??بتدائي توګه د دوه لكه ټنه غنمو د درآمد ارډر جاري كولو اجازه وركړې شوې ۔ غونډې ته ووئيل شول د نجي څانګې لخوا د 5 لكه ټنه غنمو درآمد پېل شوے او وړومبنۍ بېړۍ به ??ه 26م اګست پاكستان ته راورسيږي چې ورسره به هېواد كښې د غنمو بيعه كښې استحكام راشي