اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې او محصولاتو سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ د پ??كستان سټاك اېكسچېنج ته د اسيا په تندې سره وړاندې تلونكي سټاك ماركيټ په اعزاز ترلاسه كېدو مبارك?? وركولو سره وئيلي دي چ?? پاكستان سټاك اېكسچېنج په سختو حالاتو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كړې۔ ده دا خبرې په پاكستان سټاك اېكسچېنج كښې يوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ د وزيراعظم خاص سلاكار په دې موقع خاص مېلمه و۔ په دې موقع د سېكورټيز اېكسچېنج كميشن چيئرمېن عامر خان٬ د سټېټ بانك ګورنر رضاباقر٬ د پ??كستان سټاك اېكسچېنج چيئرمېن سلېمان اېس مهدي ٬ د بورډ غړو ٬ د بانكونو٬ مالياتي ادارو او د تجارت او كاروبار اعلٰي شخصياتو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم سلاكار د سكوك بانډ په ګټه ترلاسه كېدو ډلې ته مبارك?? وركړه او د پ??كستان سټاك اېكسچېنج كاركردګي ئې وستائله۔ ده ووئيل حكومت په وړومبي ځل د سكوك د لارې 200 اربه روپې راغونډې كړې دي۔ دستورې ته نورو چارواكو هم وېنا وك??ه۔ د وزيراعظم سلاكار په دې موقع په سكوك كښې برخه اخستونكو ته يادګاري دستاوېزات هم وركړل۔