اسلام آباد ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او ډپټي سپيكر قاسم خان سوري د سېلګرۍ نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښ?? وئيلي دي د سېلګرۍ څانګې وده د كوم هم هېواد اقتصاد لپاره لازمي ده۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د سېلګرۍ څانګھ د هېواد په معاشي توګه مستحكم كولو كښ?? مرسته كوي۔ موجوده حكومت د سېلګرۍ څانګې پياوړتيا له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل د كورونا وباﺀ دلاسه د سېلګرۍ څانګه ډېره زياته ځپلې شوې ده۔ لوئے څ??تن پاكستان ته بلها قدرتي وسائل وركړې دي۔ د سېلګرۍ اعتبار سره پاكستان د نړۍ د شمېر يو څو هېوادونو كښ?? شام?? دے۔ پاكستاني سېلګري په تاريخي ٬ كلتوري او تهذيبي ځايونه مشتمل ده۔ ده ووئيل د هېواد په معاشي توګه مستحكم كولو له به د سېلګرۍ څانګه لا فعاله كول وي۔ ډپټي سپيكر ووئيل پاكستان كښ?? د سېلګرۍ بلها موقعې دي او دې څخه استفاده كولو سره هېواد په معاشي توګه مستحكم كېدې شي۔ ده ووئيل د سېلګرۍ اعتبار سره پاكستان نړۍ كښ?? ځانګړې مقام لري