اسلام آباد۔26 اکتوبر(??ے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د سپكاوي خاكو په اړه وئيلي ديملګري ملتونه دې په سمدستي توګه د اسلام په ضد د نفرت پېدا كونكې بيانيې نوټس واخلي او كوټلي ګامونه دې پورته كړي۔ مونږ نن د ګل په ورځ پاكستان كښې د فرانس سفير خارجه دفتر ته رابللے او ورته احتجاج رېكارډ كړے كېږي ۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښی خارجه وزير وو??يل د دې خاكو له امله ټوله نړۍ غم او خشم سره مخ ده۔ د فرانس صدر په دې اړه ??ېر ذمه واره بيان د دې پېښې شدت لا زيات كړے۔ هغه وو??يل څوك دا حق نه لري چې په آزادۍ اظهار سره د ګردې نړۍ د مسلمانانو زړه آزار كړي۔ خارجه وزير وو??يل دا كومه اولنۍ پېښه نه ده بلكې څه موده وړاندې چارلی هیبډو هم د سپكاوي خاكې خپرې كړې وې په كومو چې پاكستان ډېر احتجاج كړے ؤ او په سختو ټكو ئې د هغې غندنه كړې وه۔ كله كله د قرآن د سوزولو پېښې هم رامخې ته كېږي۔ خارجه وزير وو??يل وزيراعظم د روان كال په مهال د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غو??ډې ته خطاب كښې د اسلامو فوبيا په ضد غږ پورته كړے۔ خارجه وزير وو??يل تاسو ته معلومه ده چې وزيراعظم عمران خان د فېس بك مؤسس مارك زكربرګ نه هم غوښتنه كړې ده چې د اسلام په ضد د سپكاوي مواد خپرېدو مخنيوي وكړي لكه څنګه چې ئې په هولوكاسټ د اډانه موادو خپرېدل بند كړي۔ هغه وو??يل د او آئي سي خارجه وزيرانو په راروانه غو??ډه كښی به د وزيراعظم په سپارښتنه په دې حواله يو بشپړه قرارداد وړاندې كوم په كوم كښې به چې د مارچ 15 مې نېټه د اسلاموفوبيا په ضد د نړيوالې ورځې په توګه د لمانځلو وړاندېز وركړم۔ هغه وو??يل ملګري ملتونه بايد په سمدستي توګه د اسلام په ضد د كركې رامخې ته كوؤنكې بيانيې نوټس واخلي او كوټلي ګامونه پورته كړي۔ هغه وو??يل نن جې كوم تخم كرلے شي نتيجې به ئې ډېرې سختې وي او دې سره به د تشدد رويې لا زياتې شي۔ دې سره به ڼرواله ټولنه كښې لا تفرقې رامخې ته شي