اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې د اپوزيشن ګوندونو بيانيه حكومت نه رياست كمزورې كوي۔ ?? اپوزيشن مكروه څېره اولس ته په ډاګه شوې ده۔ دا خلك د هېواد بقاﺀ نه زيات اقتدار او ذاتي ګټو سره مينه لري۔ كوم هېواد چې دوئي ته هر څ وركړل د هغې د ماتولو دړكې وركوي۔ ??یاز صادق كټ پتلي د?? او هغه د نواز شريف د مرستې نه غېر هېڅ څه كولے نه شي۔ په خپل بيان د پېښمانه كېدو په ځائې د فخر څرګندونه كوي۔ ??ولس او حكومت به ددوئي بيانيه برداشت نه كړي او حكومت چاته هم د رياست په ضد د بيان بازۍ اجازه نه وركوي۔ كه هند زمونږ په خاوره د قدم اېښودو هڅه وكړه مونږ به ئې خله ماتې ځواب كوؤ چې ياد به وساتي۔ ??دې خيالاتو څرګندونه هغه د خالي په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښ?? وكړه۔ هغه ووئيل چې نون ليګ كښ?? پرېكړې كوؤنكي د?? مسلم ليګ پاكستان جوړ كړي۔ وفاقي وزير ووئيل په دروغو وئيلو كښ?? د ن ليګ ثاني نشته۔ نواز شريف د خپلو جائيدادونو او اثاثو حوالې سره د پارلېمنټ په فلور دروغ وئيلې وو۔ هغه ووئيل د هېواد دښمن عناصر هر وخت پاكستان ته د زيان رسولو هڅې كوي۔ هغه ووئيل هېواد لوټ كوؤنكو ته به حساب وركول وي۔ ?? اياز صداق د بيان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? هغه ووئيل قانوني ډله ناسته ده او دې نه وروستو به ګورو چې څنګه د دوئي په ضد عمليات وكړې شي