اسلام آباد 23نومبر اۓ پي پي ) د هند سينئر سفارتكار خارجه دفتر ته راغوښتلے شوے او په 22 نومبر د هندي ځواكونو له اړخه د كنټرول لائن په كهوئي رټه سيكټر د ډز بندۍ په خ??اف ورزۍ ورته سخت احتجاج رېكارډ كړے شوے ۔ د هند د ډزو په نتيجه كښي د ميرمنو او ماشومانو پشمول 11 بي ګنا وګړي ټپيان شوي وو ۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند تر مخه د هند سيئنر سفارتكار ته احتجاجي مراسله ??رك??ې شوې او ورته وئيلې شوي چي د هند قابض ځواكونه د ايل او سي او وركنګ باونډريز پرله پسې خ??اف ورزۍ كوي او په غټو وسلو عام اولس په ن??ښه كوي ۔هغه زياته كړه هندي ځواكونه عام وګړي په ن??ښه كوي كومه چي د بشري حقونو خ??اف ورزي او د انسانيت لپاره د شرم خبره ده ۔ د هند د دغې خ??اف ورزو له كبله د سيمې امن او سلامتيا ته خطر پیښ دے ۔ هند سږ كال 2820 ځل د ډز بندۍ خ??اف ورزي كړې چي پكښي 26 بي ګنا وګري شهيدان شوي او 245 تپيان شوي ۔هغه ووئيل د هند د دې خ??اف ورزو مقصد كشمير كښي د روان ظلم او د نړيوالو بشري حقونو د خ??اف ورزو نه د نړۍ پام اخوا كول دي ٬هغه په هند زور راوړو چي هند د 2003 د جنګ بندۍ لوظنامې پ??سد??ري وكړي او د ملګرو ملتونو مبصرين (يو اين ايم او جي آپي پي ) له شخړيز كشمير كښې د پلټنو اجازه ??رك??ي ۔