اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او مېنځني ختيځ خاص استازي او د پاكستان علما كونسل چيئ??مې?? حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې د وروڼو اسلامي عرب هېوادونو ت??مې??ځه د اړيكو د بحالې د ټولو هڅو هركلې كوو، د كوېت امير نواف الاحمد جابر الصباح لخوا د خليجي هېوادونو ت??مې??ځه د اړيكو د بحالې هڅې د ستائنې وړ دي، د سعودي، قطر ا?? خ??يجي عرب اسلامي هېوادونو لخوا په وروڼو اسلامي هېوادونو كښې د معاملو د اصلاح د هڅو هركلې اسلامي امت لپاره زېرے دے. ده دا خب??ې د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې وكړې. د وزيراعظم استازي ووئيل چې پاكستان تل هڅه كړې چې د اسلامي هېوادونو ت??مې??ځه غلط فهمې لرې كړې شي او اسلامي امت د وحدت او اتحاد د لارې د كشمير د مسئلې تر فلسطين او نورې چارې حل كړي. ده ووئيل چې د خليجي هېوادونو ت??مې??ځه تفاهم لپاره د كوېت د امير كردار د ستائنې دے. ده ووئيل چې پاكستان خپلو وروڼو اسلامي عرب هېوادونو سره ولاړ دے او عرب اسلامي هېوادونو سره د پاكستان په اړيكو كښې پرله ??سې بهتري راځي. ده ووئيل چې پاكستان نه د كوم دوست هېواد په داخله او خارجه پالېسې كښې مداخله كوي او نه چا ته په خپله داخله او خارجه پالېسې كښې د مداخلې او فشار اجازه وركوي. ده ووئيل چې مونږ هيله لرو چې د قطر امير د هڅو په نتيجه كښې به د خليجي هېوادونو اړيكې ټينګې شي او مسئلې به حل كړې شي.