اسلام آباد21جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وز??ر سينيټر شبلي فراز کمېټۍ ته د نيب چ??ئرمېن رابلل يو عجيبه خبره ګرځولو سر?? ووئيل د ??پو??ېشن مقصد هر پليټ فارم نا سمه كارولو سر?? په نيب زور راوړل دي ‘ د براډ شېټ په معامله وز??راعظم عمران خان انکوائري کمېټي جوړه كړې كومه به چې په 45 ورځو كښې د براډ شېټ د اړوندو كسانو ‘ کردارونو ‘وزيرانو ‘وکيلانو تحقيقات کوي۔ده د زيات په ورځ د پارلمان په خوا كښې د قامي اسمبلۍ قائمه کمېټۍ غونډې نه پس ميډيا سر?? خبرې كولې۔وفاقي وز??ر سينيټر شبلي فراز ووئيل د ??پو??يشن بنيادي مقصد دا دے چې هغوي هر پليټ فارم كارولو سر?? قامي احتساب بيورو (نيب ) باندې فشار واچوي۔ده ووئيل ??پو??ېشن د خپلې خوښې څيزونه جلا كول غواړي خو د براډشيټ معامله رامخې ته كيدو نه پس انکوائري کمېټي جوړه شوې كومه به چې د هر اړخ پلټنې كوي۔ده ووئيل براډ شېټ معامله زمونږ د دور نه ده بلکه دا د 2000 معامله ده خو اوس رامخې ته شوې ‘ د براډ شېټ ټول اړخونه به په ډاګه كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د براډ شېټ په معامله د پلټنو کمېټۍ جوړولو نوټيفکيشن به نن يا سبا جاري كړے شي۔ده ووئيل د پي ټي وي انتظاميه د معاملې په اړه په عدالتي پريكړه عمل كوي ‘بايد د پي ټي وي نوې بورډ راروانو 15 ورځو كشې جوړ شي ځكه چې د دې په وجه د ادارې كاركردګي ځپلې كيږي