اسلام آباد۔23جنوری (اے پی پی) د آزاد جموں وکشمیر صدر سردار مسعود خان وئيلي دي د پا??ليماني سفارتكارۍ د لارې د كشمير مسئله په نړيواله كچه په فعاله ډول رامخې ته كېدې شي او په دې لړ كښې د پاكستان موجوده پا??ليمان مهم كردار ترسره كولې شي۔ دا خبره هغه د ??وم?? اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ملاقات كښې د كشمير پا??ليماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدې هم موجود وو۔ د آزاد كشمير صدر د پاكستان پا??ليمان لخو?? په بېلو موقعو كشميري اولس سره د يو والي په څرګندونه كولو او د مقبوضه كشمير صورتحال د نړۍ په بېلو فورمونو په رامخې ته كولو د ??وم?? اسمبلۍ د سپيكر مننه وكړه۔ هغه ووئيل د كشمير مسئله يو حل غوښتونكې شخړه ده۔ د دې د لاسه د تېرو 7 لسيزو په مهال د لكھونو په شمېر قيمتي ځانونه ضائع شول۔ او د دې د لاسه د سويئلي آسيا امن هم په داؤ لګېدلے دے۔ ځكه د دې حل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د نړيوالې ورورولۍ بنيادي ذمه واري ده۔ هغه ووئيل د كشمير په مسئله برطانوي دار العلوم كښې بحث او په اروپائي پا??ليمان او امريكائي كانګرېس كښې د كشمير اولس په حق كښی پورته شوي غږونه د دې خبرې دليل دے چې زمونږ ٬ د پاكستاني پا??ليمان او حكومت هڅو نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوي دي۔ هغه د 21 كشميري سياسي بنديوانو د آګره هائي سكيورټي زندان خصوصي سېل ته په منتق?? كولو ژوره اندېښنه ښكاره كولو سره ووئيل دا يو سازش هم كېدې شي۔ په دې موقعو خپلو خبرو كښې د ??وم?? اسمبلۍ سپيكر ووئيل د پاكستان حكومت او اولس مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د روانو ظلمونو او زياتي سخته غندنه كوي او د خپل دې عزم پخلې كوي چې د كشمير د شخړې تر ختمېدو به هغوي د كشميريانو روان تحريك ملاتړ كوي۔ هغه نړيوالې ورورولۍ ته خواست وكړو چې هغه دې د مقبوضه كشمير صورتحال په س??دستي توګه نوټس واخلي او دغلته د بشري حقونو په ضد د روانو خلاف ورزيو بندولو له دې خپ?? كوټلې كردار ترسره كړي