اسلام آباد 04 فروری (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز وئ??لي دي چې د سېلګرۍ وده د وزیراعظم عمران خان په ترجیحاتو كښې شامله ده ‘ د بده مرغه دې څانګې ته تير وخت كښې پام لرنه نه ده شوې ‘ پاکستان يو امناكه هېواد دے ??? زمونږ شمالی سيمو پشمول د هېواد د سېلګرۍ په ځايونو كښې د سېلګرو كوربتوب له چمتو يو۔ ده د زيارت پھ ورځ د اسلام آباد ټوررزم فیسټیول لانچنګ دستورې ته و??نا كوله۔ وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز ووئيل دلته راتللو سره ډير خوشحاله شوے يم ‘ دا يو داسې اقدام دے د كوم څخه چې ځينې څانګې مستفید كيږي ‘ هېواد كښې د سېلګرۍ څانګه په بشپړه ډول بحال شوې۔ ده و??ئيل په بنیادی توګه وزیراعظم عمران خان د سېلګرۍ څانكې ته چې كوم اهمیت وركړے تير وخت كښې مثال نه لري ‘ د هغه د زړه خواهش او هڅه ده چې زمونږ په هېواد كښې سېلګري او دې سره تړون لرونكې هلې ځلې تندي شي۔ ده و??ئيل ټوله نړۍ كښې سېلګرۍ سره ښه سفارتکاری بله كومه نشته ‘ زمونږ په هېواد كښې ښكلي ځايونه دي كوم چې د ترهه ګرۍ له امله ځپلې شوي ؤ خو د وسله والو ځواكونو ‘ امنيتي ادارو او اولس په قربانو سره هېواد كښې امن بحال شوے۔ ده و??ئيل نړۍ وګړي دې پاكستان ته راشي ‘ د سېلګرۍ پرمختګ سره به د روزګار موقعې ترلاسه شي او ځوانانو ته به مخ په وړاندې د تګ موقعې ترلاسه شي ‘ ده و??ئيل مونږ يو داسې چاپيرچل وركوو چې د نړۍ وګړي دلته راشي۔ ده و??ئيل دې ډول هلو ځلو سره د هېواد تشخص رامخې ته كيږي۔ ده و??ئيل اسلام آباد ټوررزم فسیټیول كښې بهر هېوادونو څخه راغليو ګډو?? كونكو ښه كوربتوب كولو سره سره به هغوي له هر ډول آسانۍ وركولې شي دغسې چې هغوي خپل هېواد ته تللو سره د پاکستان حقیقی عكس وړاندې كړي