اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي پي ډي اېم د سركاري ملازمانو راپ??رو??و هڅو كښې ناكامۍ سره مخ شوے۔ د لوئي څښتن شكر دے وزيراعظم عمران خان پرون د ګرېډ 1 نه تر ګرېډ 19 سركاري ملازمانو په تنخاګانو كښې 25 فيصده ??ضافه كړې او صوبو ته ئې زمونږ په هدايت د عمل درآمد كولو سپارښتنه كړې۔ د پمز ډاکټرانو او د ټولو نه لويه خبره دا چې د تحريك لبېك پاكستان (ټی اېل پی) سره زمونږ روانه معامله په غوره ډول سر ته ورسېده۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د جمعې په ورځ خپل يو وډيو پېغام كښې وكړه۔ هغه ووئيل موجوده ??كومت د ناموس رسالت تحفظ له څه هم كولو له چمتو دے۔ پي ډي اېم بشپړه هڅه كړې چې سركاري ملازمان راوپ??رو?? ولې هغوي په خپل مقصد كښې ناكامه راغلي۔ شېخ رشید احمد ووئيل سره د دې چې زمونږ لاسونه د اپوزيشن د غلا او لوټ مار د لاسه تړلې شوي ولې بيا هم تېره ورځ وزيراعظم ناله لئي لپاره د 70 اربه روپو جاري كولو احكامات جاري كړ?? دغسې چې دوه كاله كښې ناله لئي منصوبه ترسره كړې شي۔ د??خل?? وزير ووئيل دا منصوبه به د پېنډۍ نقشه بدله كړ??۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان په دې منصوبه په سمدستي توګه د كار پېل كولو سپارښتنه هم كړې