میران شاہ 21 ستمبر (اے پي پي) پاکستان الېون د یو کے میډیا الېون ته په دوستانه ټي ټونټي مېچ كښې په 133 رنز ماتې وركړې٬ پاكستان الېون وړومبي لوبه كولو سره په ټاكلې ??وېو اووز كښې 253 رنز جوړ كړل٬ په دې موقع شاهد ??ان ا??ري??ي جارحانه لوبه كولو سره 80 رنز جوړ كړه او آٶټ نه شو دغسې انضمام 28 رنز جوړ كړه او آٶټ نه شو۔ د دې په ځواب كښې د يو كے ميديا الېون په ټاكلې ??ويو اوورونو كښې د 7 لوبغاړو په سوځېدو 120 رنز جوړ كړل۔ ا??ري??ې د ښه لوبې كولو په سوب د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړې وګرځولې ??و۔ مېچ د پاكستان آرمي٬ پي سي بي او د پي اېس اېل پېښور زلمي فرنچائز په مرسته د ميرانشاه په يونس ??ان سټېډيم كښې وشو كوم چې د آزادي كپ سيريز برخه ده۔ د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرال آصف غفور او د پېښور كور كمانډر لېفټېننټ جنرال نذیر احمد بټ هم په دې موقع موجود وو۔ په دې موقع د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل د امن كپ د لارې به ثابته ٶ چې پاكستان سوله ايز هېواد دې او ترهه ګري به دلته بيا ودې كولو ته نه پرېږدو۔ ده ووئيل فاټا كښې د امن د بحالۍ عمل تقريباً بشپړ شوې دې٬ خلق د معمول ژوند كوي او دلته مېشته ټولو وګړو ته د ژوند ټولې ??نيادي آسانۍ ترلاسه دي۔ په دې موقع په لويه شمېره تماش بين هم موجود وو چا چې د خپلو اتلانو ډاډګيرنه كوله او د مېچ په مهال ئې پاكستان او دپاكستان آرمي زنده باد نعرې هم وهلې