اسلام آباد ۔ 20 نومبر (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير د احسن اقبال په مشرۍ كښې د علماء او مشائخو د غو??ډې نه پس شريكه اعلاميه كښې وئيلي دي د علما کرامو او مشائخو غو??ډه په ښه نېت او د زړه د اخلاصه دا اعلان كوي چې د ختم نبوتﷺ عقيده زمونږ د دين اساس دے او په دې لړ كښې د هېڅ ډول لغزش٬ بې غورۍ يا غلطۍ ګنجائش نشته٬ په دې لړ كښې اوسنۍ پېښې ز??ونږ لپاره د تشويش سوب دي مونږ غوښتنه كوٶ چې په دې لړ كښې د راجه ظفر الحق د كمېټۍ سفارشات په سمدستي ت??ګه عام كړې او د دې د ذمه وارو په ضد دې كاروائي وكړې شي ۔ د ګډې اعلاميه له مخې غو??ډه كښې په دې خبرې د اطمينان څرګندونه وشوه چې په آئيني ت??ګه د ختم نبوتۖ پحقله په كال 2002 پېدا كړې شوې سقم ختم كړې شوې ۔ د اعلاميې له مخې مونږ د ربيع الاول مباركې مياشت د تقدس په اړه حكومت او تحریك لبېك یا رسول اللہ ﷺ ته غږ كوٶ چې په افهام او تفهيم دا مسئله حل كړي۔ د اعلاميې له مخې د پېندۍ او اسلام آباد د اته لكه نه زيات اولس ته د پېښتو ستونزو ازاله پكار ده ٬ زمونږ دين ستونزې پېدا كولو لپاره نه بلكې د آسانيو پېدا كولو درس وركوي۔ اعلاميه كښې وئيلي شوي د ربیع الاول په مباركه مياشت كښې امن په ځائ ساتل او د میلاد النبی ﷺ دستورو لپاره سوله ايز چاپېريال پېدا كول زمونږ د ټولو اجتماعي ذمه واري ده۔ غو??ډې ت??ويز وركړو چې د پیر حسېن الدین شاہ په مشرۍ كښې دې كمېټي جوړه كړې شي كومه چې د بېلا بېلو مسلكونو نمائندګي كوي دا كمېټي دې په سمدستي ت??ګه حركت كښې راشي او د معاملې دې جامع او د اطمينان وړ حل تجويز كړي۔ غو??ډې په حكومت زور رواړو چې د عملياتو نه ډډه وكړي۔ په غو??ډه كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد یوسف او د وزیر اعظم صلاحكار عرفان صدیقي او علماء او مشائخو ګډونو كولو۔