اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي)قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه وئېلي دي پارلمان او 20 كروړه اولس له به يو موټې كېدل او د هېواد د ګټې تحفظ كو?? وي٬مونږ له د چا نه د يرېدو حاجت نشته٬بلكې بايد د پوائنټ سكورنګ په ځاې د تېر وخت غلطو څخه زده كړی وشي او مخ په وړاندې لاړ شوو۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د امريكائي اولس مشر د پاكستان په اړه بيان او د افغانستان په حقله د امريكې په پالېسۍ قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه ووئيل ننۍ غونډه زيات اهميت لري٬مونږ غوښتنه كړی وه چې شريكه غون??ې دې راوبللې شي۔د دې څخه به د قرارداد اهميت زيات شوے و۔د ل??يې اختر نه پس بايد په دې معامله شريكه غونډه راوبللې شي دغسې چې مونږ تفصيل سره خبره وكړو۔ده ووئيل اوسني صورتحال كښې بايد مونږ جذباتو كښې داسې پوزيشن جوړ نه كړو٬مونږ تر ټول اول پاكستانيان يو او په دې معامله يو موټې يو بايد د هېواد 20 كروړه اولس ګټې تر نر ساتلو سره پالېسي جوړه كړو۔ده ووئيل كله چې زمونږ اقتصادي حالت كمزورې وي نو زمونږ خارجه پالېسي به هم كمزورې وي٬دا وخت په جذباتو كښې د راتللو نه دې٬دا سياسي جنګ دے په دې كښې به مونږ له خپل ځان ايډجسټ كو?? وي او د دې پريكړه به كو?? وي۔ده ووئيل بايد مونږ سوچ وكړ?? چې زمونږ خارجه پالېسي ولې كمزورې ده چې امريكا څوك چې زمونږ پخوانې دوست ؤ نن زمونږ خلاف شوے۔ده ووئيل د وسلې د جنګ څخه د سياست جنګ زيات مهم وي۔ده ووئيل بايد امريكا په پاكستان د لګولې شوو تورونو ثبوت وركړي٬زمونږ په دور كښې دوه ځل ان كيمره سېشن شوې بايد حكومت ان كيمره سېشن راوبلي۔ده ووئيل دې صورتحال ته مونږ ځكه رارسېدلې ي?? چې مونږ تر څلور كالو د سفارتي چېلنز څخه انحراف كړې۔په دې صورتحال كښې به مونږ له يو موټې كېد?? وي