اسلام آباد ۔ 04 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزيرخواجه محمد آصف د لوئے اختر خوشحالۍ په مهال پاكستاني اولس ته د زړه نه مباركي وركړې۔ د خالي په ورځ خارجه دفتر څخه جاري كړې شوي بيان ترمخه خارجه وزير په خپل پېغام كښې ووئيل لوئے اختر مونږ ته د قربانۍ او ايثار درس راكوي۔ ده ووئيل نن د پاكستاني وګړو د قربانيو ٬ عزم او محنت په سوب پاكستان د معاشي او اقتصادي پرمختګ په لاره روان دے۔ ده د هېواد پرمختګ كښې د مثبت كردار ترسره كوونكو بهر هېوادونو كښې د مېش??ه پاكستانيانو د كردار هم ستائنه كړه۔ ده ووئيل د خوشحالۍ په دې موقع مونږ بايد كشميري وروڼه او خوېندو هم يادې وساتو كوم ??ې كال 1947ء څخه تر دې دمه هندي مقبوضه كشمير كښې ظلمونو سره مخ دي۔ په لكھونو شهيد شوي او د كشميري مېرمنو سپكاوې شوې۔ كشميري وګړي په زبردستۍ پورته كړې شوي دي او د??ئي په جعلي مقابلو كښې شهيد كولې شي۔ كشميرې اولس به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له خپلې هڅې جاري ساتي او پاكستانې حكومت او اولس به دد??ئي اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتي او دد??ئي مقدمه به نړيوالې ورورولۍ ??ه پورته كوي۔ ده ووئيل مونږ وسله والو ځ??اكونو ته د د??ئي د ترهګرۍ په ??د جنګ كښې په سترو قربانيو وړاندې كولو او د جارحيت په ضد د هېواد په دفاع كولو سلام وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل هېواد به د كاميابۍ او سوكالۍ په لاره روان وي۔ ده ټولو پاكستاني وګړو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د اختر مباركي وركړه۔