اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير ??روفېسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د محرم الحرام امنيت په اړه د لوړې كچې غونډه وشوه چې پكښې كښې د محرم په مهال امنيت له د پورته شويو اقداماتو جاج واخستې شو۔ داخله وزير ??ولو قانون نافذ كوٶنكو ادارو ته په محرم كښې د جلوسونو او مجلسونو ح??اظ?? لپاره د كوټلي تګلار ترتيب كولو هدايت وكړو۔ ده د ټولو مكاتب فكر په جيد علما كرامو زور راوړو چې ھغوي دې اولس ته د امن وعظ وكړي او حكومت سره دې مرسته وكړي۔ ده ووئيل قانون نافذ كوٶنكې ادارې او ضلعي انتظاميه دې علمائے كرامو سره تماس وساتي۔ ده هدايت وكړو چې په مذهبي كركه خپرونكو ژور نظر وساتئ٬ ده ووئيل په محرم كښې د جلوسونو او مجلسونو ح??اظ?? لپاره دې كوټلې تګلار ترتيب كړې شي۔ داخله وزير ??وئيل په تېر وخت كښې نړيوال طاقتونه د كورني اړي ګړي له امله تنزلۍ سره ښكار شوي۔ ده ووئيل د كميونټي پوليسنګ عمل فعاله ك??لو ته اړتيا ده٬ ??ولس كښې د ذمه وارۍ احساس بېدارولو لپاره دې په هره كچه اقدامات وكړې شي۔ داخله وزير د محرم په مياشت كښې د كومبنګ آپرېشن او سروے د لارې د شرخوښو په ګوته ك??لو لپاره هم احكامات جاري كړل۔ ده ووئيل چې د لغوه تنظيمو په هلو ځلو دې نظر وساتلې شي۔ ده ووئيل چاته به هم د پاكستان نړيوال تشخص ته د زيان رسولو اجازه ورنه كړو۔ غونډه كښې ووئيل شوې چې د محرم په مياشت كښې د هر ډول ن??وړه پېښې مخنيوي له ټول هېواد كښې 32 زره 720 اهلكار په ځائ كړې شوې دي۔ غونډه كښې ووئيل شول چې د حساس ځايونو به فضائي نګراني كولې شي او په داخله وزارت كښې به ك??ټرول سنټر جوړولې شي چرته چې به د ټولو صوبو انتظاميې سره رابطه ساتلې شي۔(وا/ګ