اسلام آباد 28 ستمبر(اے پي پي) فاټا كښې د ضرب عضب عملياتو په نتيجه كښې د ځپلې شوې 49 زره 303 كورونو سروے بشپړه كړې شوې۔په بشپړه توګه تباه كړ?? شوي كور له ??عا??ضه 4 لكه دغسې په جزوي توګه د ځپلې كور ??عا??ضه 1 لك 60 زره روپۍ وركړې كېږي۔د فاټا تعمير نو او بحالۍ پروګرام منيجر شكيل انجم اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې ووئيل د وفاق د سيوري لاندې قبائېلي سيمو كښې د ترهه ګرو په ضد ضرب عضب عملياتو كښې د ځپلې شوو ك??رونو د سروے عمل روان دے۔تراوسه د 49 زره 303 كورونو سروے بشپړه شوې كوم چې په دوه كيټيګريز كښې تقسيم كړې شوې ٬ اے كيټيګري په بشپړه توګه تباه كړ?? شوې او په كيټيګري بي كښې په جزوي توګه د ځپلې شوې كورونه شامل دي ۔ده ووئيل د سروے عمل كښې پنځه كسيزه ډله كار كوي چې پكښې يو اهلكار د امنيتي ځواكونو يو د مال محكمې٬يو د ضلعي انتظاميې٬يو د تعليم محكمې او پنځم د ځايې سيمې نمائنده شامل د?? كوم چې خپل راپور د بحالۍ او تعمير نو محكمې ته لېږي